د ليتھوانيا وزيراعظم ګنټاوتاس پالوکس د کرپشن په تورونو استعفې وړاندې كړه

ويلنيئس 31 جولائي (اے پي پي) د اروپائي هېواد ليتھوانيا وزيراعظم ګنټاوتاس پالوکس د کرپشن په تورونو د خپلې چوكۍ څخه استعفي وركړې ده ۔ د اے اېف پي له مخې پالوکس خپل بيان كښې ووئيل ما د وزيراعظم چوكۍ پرېښودو پرېكړه كړې او صدر مې د خپلې پرېكړې نه خبر كړے دے۔ هغه دا هم اعلان وكړو چې زه د سوشلسټ ډيموکريټك پارټي د مشرۍ نه هم لاس په …

ويلنيئس 31 جولائي (اے پي پي) د اروپائي هېواد ليتھوانيا وزيراعظم ګنټاوتاس پالوکس د کرپشن په تورونو د خپلې چوكۍ څخه استعفي وركړې ده ۔ د اے اېف پي له مخې پالوکس خپل بيان كښې ووئيل ما د وزيراعظم چوكۍ پرېښودو پرېكړه كړې او صدر مې د خپلې پرېكړې نه خبر كړے دے۔ هغه دا هم اعلان وكړو چې زه د سوشلسټ ډيموکريټك پارټي د مشرۍ نه هم لاس په سر كېږم خو هغه ووئيل اګرچه زه د خپلو موجودٶ ذمه وارو نه استعفا وركوم خو زه به د خپل عزت او كرېډېبلټي دفاع روانه ساتم او زه د ھغه تحقيقاتو نتيجو ته سترګې په لار يم كومو څخه چې به په حقيقت او ګنګوسو كښې فرق واضحه شي۔ بلخوا د ليتھوانيا صدر د وزيراعظم ګنټاوتاس پالوکس د استعفي وړاندې كولو تصديق كړے دے۔ د ځائي ميډيا له مخې ګنټاوتاس پالوکس په ضد د بدعنوانۍ تورونو له مخې تحقيقات روان دي