نيويارك 31 جولائي (اے پي پي) د امريکې بحريه اېف 35 جنګي الوتكه ړنګه شوې او پائيلوټ روغ وتلو كښې بريالے شوے۔ د سي اېن اېن رپورټ له مخې ذكر شوې جنګي الوتكه په مېنځنۍ کيليفورنيا كښې نيول ايئر سټيشن لېمور سره نزدې ړنګه شوې ده٬ په رپورټ كښې وئيلي شوي د تباه شوې الوتكې پائيلوټ په حفاظت سره وتلے دے٬ پېښه مازيګر په څلور بجې رامخې ته شوې۔ د …
د امريکې بحريه ايف 35 جنګي الوتكه ړنګه شوه
نيويارك 31 جولائي (اے پي پي) د امريکې بحريه اېف 35 جنګي الوتكه ړنګه شوې او پائيلوټ روغ وتلو كښې بريالے شوے۔ د سي اېن اېن رپورټ له مخې ذكر شوې جنګي الوتكه په مېنځنۍ کيليفورنيا كښې نيول ايئر سټيشن لېمور سره نزدې ړنګه شوې ده٬ په رپورټ كښې وئيلي شوي د تباه شوې الوتكې پائيلوټ په حفاظت سره وتلے دے٬ پېښه مازيګر په څلور بجې رامخې ته شوې۔ د بحريه وېنا ده دا الوتكه سټرائيك فائټر سکواډرن VF-125 ته وركړې شوې وه كوم ته چې “رف رائډرز” وئيلي شي۔ د يادونې وړ ده پېښې سره د مخ شوې جنګي الوتكې بيعه نزدې 100 ملين ډالر ده











