سعودي او فرانسیسي کردار د دوه ریاستي حل جمود مات كړو ، مصر

قاهرہ ۔31جولائي (اے پي پي) د مصر خارجه وزیر بدر عبد العاطي وېنا ده د سعودي عرب او فرانس کردار په دوه ریاستي حل عمل درآمد په معامله جمود متحرک کړے دے۔ د العربیه تر مخه د مصر خارجه وزير د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې نیویارک كښې "دوه ریاستي حل" کانفرنس كښې د ګدون په موقع زور راوړو اسرائیل ته امنيت يوازې د دوه ریاستي حل د لارې تر …

قاهرہ ۔31جولائي (اے پي پي) د مصر خارجه وزیر بدر عبد العاطي وېنا ده د سعودي عرب او فرانس کردار په دوه ریاستي حل عمل درآمد په معامله جمود متحرک کړے دے۔ د العربیه تر مخه د مصر خارجه وزير د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې نیویارک كښې “دوه ریاستي حل” کانفرنس كښې د ګدون په موقع زور راوړو اسرائیل ته امنيت يوازې د دوه ریاستي حل د لارې تر لاسه كېدے شي ۔ هغه په اسرائیل تور ولګولو جې هغوي خوراک د وسلې په توګه استعمالوي ۔هغه غزہ كښې قحط ” د تصور نه لرې ” وګرځولو ۔غزہ كښې د جنګ بندۍ كولو لپاره د هلو ځلو په حقله عبد العاطي واضحه کړه چې مصر غزہ كښې د ډز بندۍ او خبرو اترو کامیابۍ لپاره د ممكمل قوت فشار سره اچوي “۔ د هغه وېنا وه چې مصر د امریکې او قطر سره هر ورځ په رابطه كښې دے ۔ مصري خارجه وزیر ووئېل د قاهرہ سره د “جنګ بندۍ نه پس غزہ كښې د سکیورټي انتظامات او واكمنۍ په حقله يوه واضحه منصوبه موجود ده ۔