په روسيه كښې له سختې زلزلې وروستو جاپان او امريكې څخه تر آسټريليا او تائيوان د سونامي الرټ خبردارے ٬ د آفټر شاكس تر يوې مياشتې روانi پاتې كېدو امكان

ماسکو ۔30جولائی(اے پی پی) د روسيه په ختيزه جزيره نما سيمه كامچټكا كښې د شورو په ورځ ماسپيخين د راغلې 8.8 درجې شدت زلزلې سره د روسيه سره سره جاپان، امریکا ، اېکواډور،میکسیکو ،پیرو ، کوسټا ریکا، فرانسیسی پولینیشیا، ګوام، چلی، سولومن جزائر، آسټریلیا، کولمبیا ،نیوزی لېنډ، ټونګا او تائيوان په شمول په نورو ځايونو كښې د سونامي الرټ جاري كړے شوے دے۔ زلزلې څخه وروستو په سيمه كښې تر …

ماسکو ۔30جولائی(اے پی پی) د روسيه په ختيزه جزيره نما سيمه كامچټكا كښې د شورو په ورځ ماسپيخين د راغلې 8.8 درجې شدت زلزلې سره د روسيه سره سره جاپان، امریکا ، اېکواډور،میکسیکو ،پیرو ، کوسټا ریکا، فرانسیسی پولینیشیا، ګوام، چلی، سولومن جزائر، آسټریلیا، کولمبیا ،نیوزی لېنډ، ټونګا او تائيوان په شمول په نورو ځايونو كښې د سونامي الرټ جاري كړے شوے دے۔ زلزلې څخه وروستو په سيمه كښې تر دې دمه لږ تر لږ 30 آفټر شاكس راغلي دي كومو كښې چې د يو شدت 6.9 او د بل 6.3 ريكارډ كړے شوے ۔ د ارضيات پوهانو په سيمه كښې نزدې تر يوې مياشتې په رېكټر سكېل د 7.5 درجې شدت آفټر شاكس پېشګوئي كړې ده۔ د زلزلې د لاسه په روسيه ، جاپان او امریکائي جزيرو هوائی، اېکواډور، میکسیکو او پیرو کوسټا ریکا، فرانسیسی پولینیشیا، ګوام، چلی او سولومن جزائر كښې يو ميټر څخه تر درېو ميټرو دنګو سمندري چپو ساحلي سيمو سره د ټكر كېدو اندېښنه ده۔ له زلزلې وروستو د كامچټكا په ځينو برخو كښې 3 څخه تر 4 ميټر (10 څخه تر 13 فټ) دنګې سونامي چپې ريكارډ كړې شوي ۔ د امريكائي جيالوجيكل سروے د زلزلې مركز 19.3 كلوميټر په زمكه كښې ژور ښودلے دے او دا يۍ وئيلي دي دا د كامچټكا ښار پيټروپاولوسك كامچټكي ښار څخه 119 كلوميټره لرې په سوئيلي ختيز كښې ؤ۔ د جاپان موسمیاتی ایجنسۍ خپل وارننګ اپ ګرېډ كولو سره ووئيل تر 3 میټره (10 فټه) سونامي چپې ساحلي سيمو سره ټكر كېدې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په کامچټکا كښې په 20 جولائي هم د يو ساعت په مهال پرله پسې 5 وارې د زلزلې جړقونه محسوس كړے شوي وو چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 5.3، 6.5، 7.6 او 6.8 ؤ او د دې مركزونه 7 څخه تر 100 كلوميټره په زمكه كښې ژور ؤ۔ په دې كښې درې زلزلې په 30 دقيقې كښې دننه راغلې وې۔ له 5 زلزلو وروستو په سيمه كښې سونامي الرټ جاري كړے شوے ۔ کامچټکا د بحر الكاهل او بحيره اوخوتسك ترمينځه د روسيه جزيره ده د كومې زمكه چې دوه لكه 70 زره كلوميټره ده