جمو۔30 جولائی(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير په پونچھ ضلع كښې هندي عسكرو د رياستي ترهګرۍ په تازه كارروائيو كښې نور دوه كشميري ځوانان شهيدان كړل۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې فورسز اهلكارو دا ځوانان د يادې شوې ضلعې په كسيليان سيمه كښې د محاصرې او د لټون كارروايۍ په مهال په جعلي مقابله كښې شهيدان كړل ۔ هندي ځواكونو د ضلعې …
د هند ځواكونو دوه نور كشميري ځوانان شهيدان كړل
جمو۔30 جولائی(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير په پونچھ ضلع كښې هندي عسكرو د رياستي ترهګرۍ په تازه كارروائيو كښې نور دوه كشميري ځوانان شهيدان كړل۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې فورسز اهلكارو دا ځوانان د يادې شوې ضلعې په كسيليان سيمه كښې د محاصرې او د لټون كارروايۍ په مهال په جعلي مقابله كښې شهيدان كړل ۔ هندي ځواكونو د ضلعې په نورو سيمو كښې هم د لټون عمليات پېل كړې دي۔ تر ورستې اطلاع تر ترلاسه كېدو په سيمه كښې عمليات روان وو۔ دا خبره دې ياده وي هندي ځواكونو د ګل په ورځ د سرينګر په داچھي ګام سيمه كښې 3 ځوانان شهيدان كړي وو











