د برطانيه د فلسطين رياست تسليمولو اعلان ٬ د سعودي له خوا هر كلے

رياض۔ 30 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب د برطانيې وزيراعظم كيئر سټارمر لخوا د فلسطين رياست تسليمولو د ارادې او د دوه رياستي حل د مرستې اعلان هر كلے كړے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه خارجه وزارت يو بيان كښې په نړيوالې ورورولۍ او امن خوښو هېوادونو زور راوړو جې هغوي په نړيوالو قراردادونو عمل درآمد لپاره سنجيده ګامونه واخلي۔ دا قرارداد د فلسطين اولس هغه …

رياض۔ 30 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب د برطانيې وزيراعظم كيئر سټارمر لخوا د فلسطين رياست تسليمولو د ارادې او د دوه رياستي حل د مرستې اعلان هر كلے كړے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه خارجه وزارت يو بيان كښې په نړيوالې ورورولۍ او امن خوښو هېوادونو زور راوړو جې هغوي په نړيوالو قراردادونو عمل درآمد لپاره سنجيده ګامونه واخلي۔ دا قرارداد د فلسطين اولس هغه پېدائيشي حق تسليموي چې هغوي د 1976 په سرحدونو يو آزاد رياست جوړ كړي د كوم پايه تخت چې مشرقي بېت المقدس وي ۔ ياد دې وي د برطانيې وزيراعظم كيئر سټارمر د نهې په ورځ كابينه ته ووئېل زمونږ هېواد به فلسطين د رياست په توګه تسليم كړي۔ د فلسطين د رياست تسليمولو وخت راغلے دے۔ كه د غزه صورتحال بدل نه شو نو برطانيه به په ستمبر كښې د فلسطين رياست تسليم كړي۔ د وزيراعظم وېنا وه كه اسرائيل په دوه رياستي حل بېشرفت ونه كړو نو د برطانيي دا پرېكره به نافذالعمل وي۔