د مالټا په ستمبر كښې د فلسطيني رياست تسليمولو اعلان

والیټا۔30جولائی(اے پی پی)د مالټا وزيراعظم رابرټ ابيلا وئيلي دي چې زمونږ هېواد مالټا به ستمبر مياشت كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د فلسطيني رياست تسليمولو اعلان وكړي۔ د العربیه اردو له مخې رابرټ ابيلا دا اعلان د بريتانوي وزيراعظم کیئر سټارمر له اعلان څخه څو ساعته وروستو وكړو۔ دې څخه څو ورځې وړاندې فرانس د فلسطيني رياست تسليمولو منصوبې اعلان كړے ؤ۔ رابرټ ابیلا په …

والیټا۔30جولائی(اے پی پی)د مالټا وزيراعظم رابرټ ابيلا وئيلي دي چې زمونږ هېواد مالټا به ستمبر مياشت كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د فلسطيني رياست تسليمولو اعلان وكړي۔ د العربیه اردو له مخې رابرټ ابيلا دا اعلان د بريتانوي وزيراعظم کیئر سټارمر له اعلان څخه څو ساعته وروستو وكړو۔ دې څخه څو ورځې وړاندې فرانس د فلسطيني رياست تسليمولو منصوبې اعلان كړے ؤ۔ رابرټ ابیلا په فېس بك خپل پوسټ كښې ووئيل چې زمونږ دريځ په منځني ختيز كښې د تلپاتي امن هڅو له زمونږ د عزم عكاسي كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې رابرټ ابیلا تر ټولو وړاندې په مئي كښې وئيلي وو چې د فلسطيني رياست د تسليمولو منصوبې اعلان به په جون كښې د ملګرو ملتونو كنفرنس كښې وكړے شي خو دغه كنفرنس وروستو وځنډولے شو۔ آئرلېنډ، ناروے او سپېن هم په مئي كښې د فلسطين د يو آزاد رياست په توګه د تسليمولو اعلان كړے ؤ۔