امرېكا به د كمبوډيا او تهائي لېنډ تر مينځه د جنګ بندۍ نګراني كوي

واشنګټن ۔29 جولائي(اے پي پي) امريكا به د كمبوډيا او تهائي لېنډ تر مينځه د جنګ بندۍ څارنه كوي۔ د تاس تر مخه د كمبوډيا وزيراعظم هن مانيت وئیلي دي امرېكې د كمبوډيا او تهائي لېنډ تر مينځه د جنګ بندۍ نګراني كولو او دا قائم ساتلو لپاره د ملاتړ وعده كړې ده۔ وزيراعظم هن مانيت د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره د ټېلې فوني خبرو نه پس ووئېل د …

واشنګټن ۔29 جولائي(اے پي پي) امريكا به د كمبوډيا او تهائي لېنډ تر مينځه د جنګ بندۍ څارنه كوي۔ د تاس تر مخه د كمبوډيا وزيراعظم هن مانيت وئیلي دي امرېكې د كمبوډيا او تهائي لېنډ تر مينځه د جنګ بندۍ نګراني كولو او دا قائم ساتلو لپاره د ملاتړ وعده كړې ده۔ وزيراعظم هن مانيت د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره د ټېلې فوني خبرو نه پس ووئېل د امرېكې صدر وئېلي دي امريكا به د جنګ بندۍ په نګرانۍ كښې برخه اچوي او دا برقراره سااتلو له به ملاتړ كوي۔ د نهې په ورځ د تهائي پوځ په كمبوډيا د جنګ بندۍ د خلاف ورزۍ تور لګولو سره په پوله د كمبوډيا د اړخه د يوې نوې نښتې خبر وركړے ؤ ۔ خو د تهائي لېنډ لنډ مهاله وزيراعظم پهمتھم وے چايچاني وئېلي دي به پوله صورتحال اوس پر سكون دے ۔ بل پلو د ملائيشيا وزيراعظم انور ابراهيم په كوالالمپور كښې د تهائي لېنډ د لنډ مهاله وزيراعظم او د كمبوډيا وزيراعظم تر مينځه د خبرو نه پس د جنګ بندۍ اعلان كړے ؤ۔ تر پينځو ورځو دوام لرونكو سرحدي نښتو نه پس د 29 جولائي په شپه 12 بجې په جنګ بندۍ عمل درآمد پېل شو