کانو ۔29جولائی (اے پي پي ) د نائجیریا کیوسطی شمالي ايالت نائجر كښې امنيتي ځواكونو د وسله والو ډاکوانو خلاف کارروائۍ كولو كښې 45 ډاكوان ووژل ۔ د اے ایف پی تر مخه دا اطلاع د ملګرو ملتونو وركړي يو رپوار كښې شوې ده۔ راپور تر مخه فوځي ځوانانو د هائبرډ فورسز او ډیپارټمنټ آف اسټیټ سروسز (ډي ایس ایس ) په مرسته د جمعې په مازيګر د وسله والو …
نائجیریا، امنيتي ځواكونو 45 ډاکوان ووژل
کانو ۔29جولائی (اے پي پي ) د نائجیریا کیوسطی شمالي ايالت نائجر كښې امنيتي ځواكونو د وسله والو ډاکوانو خلاف کارروائۍ كولو كښې 45 ډاكوان ووژل ۔ د اے ایف پی تر مخه دا اطلاع د ملګرو ملتونو وركړي يو رپوار كښې شوې ده۔ راپور تر مخه فوځي ځوانانو د هائبرډ فورسز او ډیپارټمنټ آف اسټیټ سروسز (ډي ایس ایس ) په مرسته د جمعې په مازيګر د وسله والو ډاکوانو خلاف کارروائي وكړه ، په ډزو كښې 45 ډاکوان او دوه پوځيان ووژلې شول ۔ دا کارروائي د نائجیریا په كلي والو سيمو كښې د رامخې ته “بینډټس” خلاف د روان پوځي كمپائن تازہ پیښه ده ۔راپور كښې وئېلې شوي په 22 جولائي هم د نائجیریا پوځ په دې ايالت كښې يو فضائي او زمكيز بريد كښې 95 وسله وال وژلې وو ۔تازہ نښته د جمعې په ورځ د نائجر ايالت شیرورو منطقه كښې په آبورو كلي كښې شوې ۔راپور تر مخه د دې آپریشن بنیاد استخباراتي اطلاعات وو چې پكښې ابورو سيمه كښې د ممکنه بريد خبر وركړے شوے ؤ ۔ د نائجیریا پوځ په دې حقله د تبصرہ كولو نه ډډه كړې ، خو قامي نشریاتي ادارې این ټي اے د آپریشن تصدیق کړے دے











