دبئی ، رام اللہ ۔29جولائی (اے پي پي ) د اردن او متحدہ عرب امارات د اړخه غزہ كښې د خوراک او ضروري انساني مرستې سامان د فضا نه وغورځولے شو ۔ عرب نیوز د اردن سرکاري نیوز ایجنسۍ تر مخه وئېلې دي د غزہ پټۍ په مختلف سيمو كښې د ضروري خوراک او نور امدادي سامان 3 پیکجز وغورځولے شول ۔ د فضا نه غزہ كښې د امدادي سامان …
د مرستې هلې ځلې تندې شوې٬ اردن او متحده عرب امارات په غزہ كښې د فضا خوراک وغورځولو
دبئی ، رام اللہ ۔29جولائی (اے پي پي ) د اردن او متحدہ عرب امارات د اړخه غزہ كښې د خوراک او ضروري انساني مرستې سامان د فضا نه وغورځولے شو ۔ عرب نیوز د اردن سرکاري نیوز ایجنسۍ تر مخه وئېلې دي د غزہ پټۍ په مختلف سيمو كښې د ضروري خوراک او نور امدادي سامان 3 پیکجز وغورځولے شول ۔ د فضا نه غزہ كښې د امدادي سامان غورځولو لپاره د اردن رائل ایئر فورس او د امارات سي ون تھرټي الوتكه استعمال کړې شوه۔ د خبر رسنې ایجنسۍ تر مخه د فلسطین وګړو د مرستې او سيمه كښې د جنګ نه خپرو شوو ستونزو په مهال دا مرسته د اردن حشمیت چیریټي آرګنائزیشن او د انټرنیشنل پارټنرز په مرسته وغورځولې شوه ۔ متحدہ عرب امارات سنیچر ته ووئېل د ناکه بندۍ د لاسه د نازک انساني صورتحال تر مخه به مونږ غزہ كښې نور امدادي سامان هم غورځوو











