د یوکرین په زندان د روسيه په بريد كښې 17 كسان مړه، 42 ژوبل

کیف 29 جولائي (اے پي پي) د یوکرین زپوریزیا ریجن كښې په يو زندان د روسيه فضائي بريد كښې د لږ نه لږ 17 كسان مړه او 42 نور ژوبل شوي دي ۔د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د یوکرین د انصاف وزارت په اړه ووئيل څلور ګائیډډ بمونو سره په بلینکیوسککا زندان بريد شوے چې په نتيجه كښې يې د زندان مرکزي ودانۍ سره انتظامی هيډکوارټر تباه كړے شوے۔د …

کیف 29 جولائي (اے پي پي) د یوکرین زپوریزیا ریجن كښې په يو زندان د روسيه فضائي بريد كښې د لږ نه لږ 17 كسان مړه او 42 نور ژوبل شوي دي ۔د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د یوکرین د انصاف وزارت په اړه ووئيل څلور ګائیډډ بمونو سره په بلینکیوسککا زندان بريد شوے چې په نتيجه كښې يې د زندان مرکزي ودانۍ سره انتظامی هيډکوارټر تباه كړے شوے۔د بريد نه پس زيات ژوبل كسان روغتون ته منتقل کړے شوي چرته چې د هغوي طبی مرسته كيږي۔رپورټ له مخې د لږ نه لږ 42 بنديوان سخت ژوبل حالت كښې روغتون كښې داخل کړے شوي۔دا خبره دې ياده وي چې اوسنيو كښې د روس او یوکرین ډرون او میزائل بريدونو كښې د يو بل انفراسټرکچر ته لويې زيان رسيدلے دے