بیجنګ ۔29جولائي (اے پي پي ) د چین پلازمينه بیجنګ او شمالي سيمو كښې تندو بارانونو تباهي وكړه ، د كومې په نتيجه كښې چې د لږ نه لږ 30 كسان مړه شوي او د 80 زره نه زيات وګړي محفوظو ځايونو ته منتقل کړے شوي دي ۔ د طوفاني بارانونو د لاسه ګڼو سيمو كښې د لینډ سلائیډنګ پیښې رامخې ته شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه د …
چین كښې د بارانونو د لاسه 30 كسان مړه ، 80 زره كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړے شول
بیجنګ ۔29جولائي (اے پي پي ) د چین پلازمينه بیجنګ او شمالي سيمو كښې تندو بارانونو تباهي وكړه ، د كومې په نتيجه كښې چې د لږ نه لږ 30 كسان مړه شوي او د 80 زره نه زيات وګړي محفوظو ځايونو ته منتقل کړے شوي دي ۔ د طوفاني بارانونو د لاسه ګڼو سيمو كښې د لینډ سلائیډنګ پیښې رامخې ته شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه د موسمیاتي چارواكو د بیجنګ سره نزدې هوبے ولايت ، تیانجن او نورو 10 ولايتونو لپاره د دوېمې درجې د لويو بارانونو خبردارے جاري کړے دے ۔ توقع ده چې دا موسمي سلسله به تر شورو ورځې روانه وي ۔ په بیجنګ كښې د میون اولسوالي تر ټولو زیاته ځپلې شوې ده ، چرته چې د مرګونو شمېره تر ټولو زياته ده۔ د دې نه علاوه د ښار شمالي سيمه هوائرو او سوئېلې لوديزه اولسوالي فانګ شان هم سخته ځپلې شوې ده ۔ د بارانونو د لاسه سړکونه بند، 130 نه زيات كلي د بجلۍ نه محروم شوي او بېلو سيمو كښې د مرستې کارروائۍ روانې دي۔











