تهران 29 جولائي (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي خبردار وركړے كه د امريکې يا د اسرائيل نوو بريدونو سره مخ شوو نو د دې نه زيات سخت ځواب به وركړو۔ د العربيه له مخې ده خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل كه يرغل تكرار شو نو د كوم شك نه غېر به سخت ځواب وركړو۔ ده زياته كړه چې كه زمونږ د اتومي پروګرام غېر سوله ايزو …
د امريکې يا د اسرائيل نوو بريدونو سره كه مخ شوو نو زيات سخت ځواب به وركړو۔ ايران
تهران 29 جولائي (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي خبردار وركړے كه د امريکې يا د اسرائيل نوو بريدونو سره مخ شوو نو د دې نه زيات سخت ځواب به وركړو۔ د العربيه له مخې ده خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل كه يرغل تكرار شو نو د كوم شك نه غېر به سخت ځواب وركړو۔ ده زياته كړه چې كه زمونږ د اتومي پروګرام غېر سوله ايزو مقاصدو لپاره د استعمالېدو اندېښه وي نو داسې ثبوت لرو چې پوځي كاروائۍ به ناكامه شي خو يو مذاكراتي حل كاميابېدے شي۔ د عراقچي دا بيان په ظاهره د ھغه دړكو په ځواب كښې وركړے دے كومې چې د امريكې صدر ټړمپ د ګل په ورځ د سکاټ لينډ دورې په مهال وركړې وې











