پېرس۔ 28 جولائي (اے پي پي) فرانس وئېلي دي د امرېكې او اروپائي ائتلاف تر مينځه تر سره شوې تجارتي لوظنامې سره به په عارضي توګه استحكام رامخې ته شي۔ د اے ايف پي تر مخه دا خبره د اروپا لپاره فرانسوي وزير بنجمن حداد د ګل په ورځ په سوشل مېډيا ايكس وكړه۔ هغه ووئېل په سكاټ لېنډ كښې د امرېكې صدر ډونلډ ترمپ او د اروپائي ائتلاف مشر …
اروپائي ائتلاف او د امرېكې تجارتي لوظنامې څخه به عارضي استحكام رامخې ته شي ٬ فرانس
پېرس۔ 28 جولائي (اے پي پي) فرانس وئېلي دي د امرېكې او اروپائي ائتلاف تر مينځه تر سره شوې تجارتي لوظنامې سره به په عارضي توګه استحكام رامخې ته شي۔ د اے ايف پي تر مخه دا خبره د اروپا لپاره فرانسوي وزير بنجمن حداد د ګل په ورځ په سوشل مېډيا ايكس وكړه۔ هغه ووئېل په سكاټ لېنډ كښې د امرېكې صدر ډونلډ ترمپ او د اروپائي ائتلاف مشر ارسلا دېرلېين تر مينځه د اتوار په ورځ په شوو خبرو اترو كښې د تر سره شوې لوظنامې سره به عارضي استحكام راشي خو دا به غېر متوازن وي۔ هغه د لوظنامې د څه برخو بشمول د فرانسوي معېشت لپاره مهمو صنعتونو كښې د كمي كولو هر كلي سره ووئېل په لوظ نامه كښې ډيجېټل ټېكنالوجي او د صحت خيال ساتلو غوندې څانګو باندې اروپائي ضابطې لا پاتي دي۔ خو واضحه به شي چې اوسنے صورتحال د ډاډ وړ نه دے او دا برقرار نشي ساتلے كېدے۔ هغه زياته كړه امرېكې د معاشي جبر ټاكنه كړې ده او د نړيوال تجارتي تنظيم (ډبليو ټي او ) قوانين يې په مكمل توګه نظر انداز كړې دي۔ ھغه ووئېل مونږ له به سمدستي ضروري نتيجې اخذ كول وي ٬ كه اروپا بېدارېږي نه ٬ نو هغوي به هم د هغې ستونزو سره مخ شي د كومو سره چې دا وخت نور مخ دي۔











