برلن۔ 28 جولائي (اے پي پي) د سباون په جنګونو كښې به مصنوعي زېركتيا ٬ خود كاره ډرونز ٬ آتو مېټك ګاډي او سائبر ګډي زيات كردار ادا كوي۔ د المان نشرياتي ادارې راپور تر مخه دا ټېكنالوجي به د جنګ د مېدان نقشه بدله كړي ٬ امرېكا او چين په دې زغل كښې تر ټولو وړاندې روان دي او اروپا په دې زغل كښې د دواړو قواؤ نه وروستو …
د سباون په جنګونو كښې به مصنوعي زېركتيا ٬ خود كاره ډرونز ٬ آتو مېټك ګاډي او سائبر ګاډي زيات كردار ادا كوي٬ ټېكنالوجي به د جنګ د مېدان نقشه بدلوي ٬ دفاعي پوهان

مزید خبریں
برلن۔ 28 جولائي (اے پي پي) د سباون په جنګونو كښې به مصنوعي زېركتيا ٬ خود كاره ډرونز ٬ آتو مېټك ګاډي او سائبر ګډي زيات كردار ادا كوي۔ د المان نشرياتي ادارې راپور تر مخه دا ټېكنالوجي به د جنګ د مېدان نقشه بدله كړي ٬ امرېكا او چين په دې زغل كښې تر ټولو وړاندې روان دي او اروپا په دې زغل كښې د دواړو قواؤ نه وروستو پاتي شوے دے۔ امرېكا د جديد ټېكنالوجۍ لرلو سره په دفاعي صلاحيت كښې د نړيوال قيادت خوښي لري۔ دا صلاحيت د هغوي د نړيوال طاقت يوه مهمه وجه هم ده ۔ د آر اے اين ډي اروپا د دفاعي تګلارې كار پوهه جېكب پراكېلاس وائي دا وئېل مشكل دي چې د ټېكنالوجې په مېدان كښې دا وخت كوم هېواد تر ټولو وړاندې روان دے ۔ د دې وجه دا ده چې ډېر دفاعي نظامونه داسې دي د كومو تجربې چې پټې ساتلې شي٬ يا د دې يوازې په عملي مېدان كښې جاج اغستلے كېدے شي٬ هغه ووئېل څه معلومات پټ وي او ځېنې وختونونه هېوادونه پخپله هم د خپلو دفاعي صلاحيتونو اظهار كول نه غواړي۔ چين په خاص توګه د روبوټكس په مېدان كښې ډېره ترقي كړې ده ۔ د چين د دفاع وزارت وياند جيانګ بن وېنا ده جيد سائنس او ټېكنالوجي به يو قوي دفاعي صنعت له وده وركړي ۔ چېن دې مسئلې ته په اوږد مهاله توګه ګوري ۔ د دفاعي تګلارې كار پوهه جېكب پراكېلاس وائي په چين كښې په دې حقله په عمومي توګه د رازدارۍ نه كار اغستلے كېږي۔ د عسكري مقاصد لپاره د ټېكنالوجۍ په زغل كښې څوك وړاندې روان دے ٬ دې پرېكړې لپاره د ډېر څه جاج اغستل ضروري دي۔








