په پهلګام پيښه كښې ككړ بريد كوؤنكې پاكستانيان نه ٬ هندي وګړي وو: پخوانے داخله وزير پي چدمبرم

نوے ډيلے 28جولائی(اے پی پی) د هند پخواني داخله وزير پی چدمبرم د پهلګام پېښې په اړه ځانګړي انكشاف كښې وئيلي دي په دې پېښه كښې د پاكستان د لاس لرلو هېڅ ثبوت نشته٬ بلكې بريد كوؤنكې په حقيقت كښې هندي وګړي وو كومو چې د هند دننه تربيه ترلاسه كړې وه۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې پی چدمبرم هندي ميډيا سره مركه كښې ووئيل حکومت له كوم ثبوت پرته …

نوے ډيلے 28جولائی(اے پی پی) د هند پخواني داخله وزير پی چدمبرم د پهلګام پېښې په اړه ځانګړي انكشاف كښې وئيلي دي په دې پېښه كښې د پاكستان د لاس لرلو هېڅ ثبوت نشته٬ بلكې بريد كوؤنكې په حقيقت كښې هندي وګړي وو كومو چې د هند دننه تربيه ترلاسه كړې وه۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې پی چدمبرم هندي ميډيا سره مركه كښې ووئيل حکومت له كوم ثبوت پرته دا ولې فرض كوي چې بريد كوؤنكې د پاكستان څخه راغلې وو؟ او كه داسې وي نو بيا يۍ ثبوت ولې وړاندې نه كړو ؟ ده ووئيل تر دې دمه بريد كوؤنكيې په ګوته كړے شول او نه ګرفتار كړے شول۔ د مقبوضه جمو وکشمیر په پهلګام سيمه كښی د روان كال اپرېل مياشت كښې د دغه بريد په نتيجه كښې 26 كسان مړه شوي وو۔ دغې څخه وروستو هند د آپرېشن سندور په نامه سره ځوابي كارروائي وكړه خو د درېو مياشتو مودې تېرېدو باوجود پلټنې بشپړه نه كړې شوې۔ د چدمبرم انکشاف څخه وروستو د هند لخوا په پاكستان لګولې شوي تورونه سواليه نشان شول۔ دا خبره دې ياده وي پاكستان نه يوازې د دې بريد سخته غندنه كړې وه بلكې سپېځلې او د ګډې پلټنو كښې يۍ د مرستې وړاندېز هم كړے ؤ۔(

مزید خبریں