تل ابیب۔28جولائی(اے پی پی) ګردې نړۍ څخه 1000 يهودي عالمانو په اسرائيل غزه كښې لوږه د جنګي وسلې په توګه د كارولو تور لګولو سره په اسرائيلي حكومت زور راوړے دے چې هغه دې غزه ته د مرستې سامان رسېدو اجازه وركړي۔ د رشیا ټوډے د رپورټ له مخې په امريكا ٬ بريتانيه ٬ اروپائي ائتلاف او اسرائيل كښې مېشته ربانييونو او يهودي عالمانو يوه ښكاره چيټۍ لاس ليك كړې …
ګردې نړۍ څخه د 1000 يهودي عالمانو په اسرائيل غزه كښې لوږه د جنګي وسلې په توګه د كارولو تور

مزید خبریں
تل ابیب۔28جولائی(اے پی پی) ګردې نړۍ څخه 1000 يهودي عالمانو په اسرائيل غزه كښې لوږه د جنګي وسلې په توګه د كارولو تور لګولو سره په اسرائيلي حكومت زور راوړے دے چې هغه دې غزه ته د مرستې سامان رسېدو اجازه وركړي۔ د رشیا ټوډے د رپورټ له مخې په امريكا ٬ بريتانيه ٬ اروپائي ائتلاف او اسرائيل كښې مېشته ربانييونو او يهودي عالمانو يوه ښكاره چيټۍ لاس ليك كړې ده په كومه كښې چې اعلان شوے چې يهودي قام يو سنګين اخلاقي بحران سره مخ دے ۔ په خط كښې ليكلې شوي دي چې مونږ دا ګڼو چې د بشري خواخوږۍ په بنياد ګردې نړۍ څخه د لېږلې كېدونكې مرستې غزه ته په رسېدو بندېزونه د يهوديت د اقدارو منافي دي۔ دوئي اسرائيلي حكومت څخه غوښتنه وكړه چې هغوي دې په لويه كچه د بشري مرستې غزه ته د رسېدو اجازه وركړي او د يرغمل شوو واپسۍ او جنګ ختمولو له دې په ټولو ممكنه تګلارو په فوري توګه كار وكړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسرائيل په غزه كښې د مرستې رسنې لپاره ځينې اقدامات اعلان كړې دي بياهم فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فلپ لازاريني دا اقدامت “سموک اسکرین” ګرځولو سره مسترد كړي دي او په اسرائيل يۍ د داسې اعلانونو د لارې د خپل تشخص بچ كولو تور لګولے دے۔ دوئي غوښتنه وكړه چې اسرائيل دې د هغه 6 زره د مرستې سامان اوړونكو ټركونو لاره پرانيزي كوم چې غزه ته ننوتلو ته سترګې په لاره دي۔ د فلپ لازارینی له مخې په غزه كښې د اسرائيلي ناكه بندۍ له امله د قحط صورتحال رامخے ته شوے چرته چې 90 زره مېرمنې او كوچنياني د خوراك كمي سره مخ دي۔








