د غزه هر پنځم ماشوم د غذا كمي سره مخ دے٬ د مصر نه د خوراك او داروګانو 5 زره ټركونو ځپلو سيمو ته د لېږلو اجازه نه وركړې كېږي۔ ملګرې ملتونه

غزه 25 جولائي (اے پي پي) د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يو اېن آر ډبليو اے) مشر فلپ لزاريني خبردارے وركړے چې د غزه په ښار كښې هر پنځم ماشومان سخت غذائي كمي سره مخ دے او هره ورځ دا صورتحال لا اندېښمند كېږي۔ د سي جي ټي اېن رپورټ له مخې د يو اېن آر ډبليو اے کمشنر جنرال فلپ لزاريني ووئيل په غزه كښې زمونږ …

غزه 25 جولائي (اے پي پي) د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يو اېن آر ډبليو اے) مشر فلپ لزاريني خبردارے وركړے چې د غزه په ښار كښې هر پنځم ماشومان سخت غذائي كمي سره مخ دے او هره ورځ دا صورتحال لا اندېښمند كېږي۔ د سي جي ټي اېن رپورټ له مخې د يو اېن آر ډبليو اے کمشنر جنرال فلپ لزاريني ووئيل په غزه كښې زمونږ ډلو ته چې كوم ماشومان ملاوېږي ھغوي ډېر كمزوري او مرګوني غذائي كمي سره مخ دي او په سمدستي توګه طبي مرسته په نه ترلاسه كېدو د دوي ژوند په خطر كښې دے۔ ده ښكاره كړه چې تر اوسه د سلو نه زيات كسان چې پكښې زياتره ماشومان شامل دي د لوږې په سبب مړه شوي دي٬ ماشومان د لوږې نه بې حال دي خو مور او پلار ئې هم د لوږې له كبله د خپلو ماشومان د پالنې جوګه پاتې نه دي ٬ كومې كورنۍ چې زمونږ كلينكس ته راځي د ھغوي په وجود كښې نه خو توان شته٬ نه خوراك لري او نه دومره وسائل لري چې د خپل ځان او د ماشومانو درملنه جاري وساتلې شي۔ فلپ لزاريني نړيوالې ورورولۍ څخه د بشري خواخوږۍ په بنياد مرسته د تعطل او خنډانو نه غېر غزه ته د رارسولو غږ وكړو ۔ ده ووئيل مونږ سره په اردن او مصر كښې نزدې 6,000 ټرکونه د خوراك او داروګانو ډك ولاړ دي خو دغې ځپلو سيمو ته د رسولو اجازه نه وركړې كېږي۔

مزید خبریں