پېرس۔25 جولائي (اےپي پي) فرانس وئېلي دي هغه به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په كېدونكې غونډه كښې د فلسطين رياست په رسمي توګه اعلان كوي۔ فرانس تر ټولو زيات د اروپائي ائتلاف طاقتور هېواد دے چا چې په رسمي توګه د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كړے دے۔ د اے ايف پي تر مخه دا خبره د فرانس صدر ايمانويل مېكرون تېره ورځ په سوشل مېډيا وكړه۔ هغه ووئېل دا …
فرانس د ملګرو ملتونو په غونډه كښې د فلسطين رياست په رسمي توګه د تسليمولو اعلان

مزید خبریں
پېرس۔25 جولائي (اےپي پي) فرانس وئېلي دي هغه به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په كېدونكې غونډه كښې د فلسطين رياست په رسمي توګه اعلان كوي۔ فرانس تر ټولو زيات د اروپائي ائتلاف طاقتور هېواد دے چا چې په رسمي توګه د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كړے دے۔ د اے ايف پي تر مخه دا خبره د فرانس صدر ايمانويل مېكرون تېره ورځ په سوشل مېډيا وكړه۔ هغه ووئېل دا وخت اول پام لرنه د غزه جنګ بندۍ او د وګړو ساتنې ته كوو۔ هغه ووئېل د فلسطيني رياست د حتمي قيام ضرورت دے ٬ دغه ځائے نه د اسرائيلي پوځ انخلا تسليمولو سره د فلسطين رياست د عامل جوګه جوړول غواړي۔ هغه ووئېل مونږ په ستمبر كښېے د ملګرو ملتونو كېدونكې غونډه كښې د فلسطين رياست په رسمي توګه د تسليمولو اراده لرو۔ اسرائيل د فرانسوي صدر په دې اعلان د خشم څرګندونه كړې ده۔








