سعودي عرب په سوريه كښې د 5 اربه ډالره د سرمايه كارۍ اعلان وكړو

رياض۔ 24 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب په سوريه كښې د 5 اربه ډالره د سرمايه كارۍ كولو اعلان كړے دے ۔ د عرب نيوز تر مخه د سوريه دوره كونكې د سعودي عرب پلاوي د جنګ نه د تباه حال هېواد په بيا جوړولو كښې د مرستې لپاره د 5 اربه ډالره سرمايه كارۍ او شراكت دارۍ اعلان كړے دے۔ د سعودي د سرمايه كارۍ وزير خالد الفالح …

رياض۔ 24 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب په سوريه كښې د 5 اربه ډالره د سرمايه كارۍ كولو اعلان كړے دے ۔ د عرب نيوز تر مخه د سوريه دوره كونكې د سعودي عرب پلاوي د جنګ نه د تباه حال هېواد په بيا جوړولو كښې د مرستې لپاره د 5 اربه ډالره سرمايه كارۍ او شراكت دارۍ اعلان كړے دے۔ د سعودي د سرمايه كارۍ وزير خالد الفالح د سوريه په ښار عدرا كښې د سېمنټ فېكټرۍ هم پرانسته وكړه۔ هغه د اعلې كچ سرمايه كارۍ پلاوي سره د سوريه په دوره دے۔ دا منصوبه د مملكت د اړخه د سوريه بيا رغونې او د اقتصادي مرستې زياتولو د هلو ځلو برخه ده۔