رياض۔24 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب په پايه تخت رياض كښې پخپله د چېلدونكو ګاډو تجرباتي مرحله پېل كړې شوه۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي د ټرانسپورټ اېنډ لاجسټګ سروسز وزير انجېنئر صالح الجاسر پخپله د چلېدونكو ګاډو وړومبۍ تجرباتي مرحله پېل كړې ده۔ د اېس پي اے تر مخه خود كار ډرائيونګ د مملكت وژن 2030 اهداف تر مخه په مصنوعي زېركتيا پائېدار ټرانسپورټېشن …
سعودي عرب كښې پخپله د چلېدونكو ګاډو تجرباتي مرحله پېل شوه
رياض۔24 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب په پايه تخت رياض كښې پخپله د چېلدونكو ګاډو تجرباتي مرحله پېل كړې شوه۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي د ټرانسپورټ اېنډ لاجسټګ سروسز وزير انجېنئر صالح الجاسر پخپله د چلېدونكو ګاډو وړومبۍ تجرباتي مرحله پېل كړې ده۔ د اېس پي اے تر مخه خود كار ډرائيونګ د مملكت وژن 2030 اهداف تر مخه په مصنوعي زېركتيا پائېدار ټرانسپورټېشن ذرائعو ته د ودې وركولو پلو مهم پېشرفت دے۔ د خود كاره ډرائيونګ په مرحله كښې د كنګ خالد انټرنېشنل ائير پورټ او رياض ښار د ځېنو مهمو ځايونو ټاكنه شوې ده۔ په خود كار ډرائيونګ په تجرباتي مراحل كښې به په هر ګاډي كښې يو سېكيورټي افيسر ناست وي دغسې چې د كوم هم هنګامي حالت په وخت سمدستي مداخلت وكړے شي۔ د ټرانسپورټ وزير وېنا وه زمونږ په وړاندې تر ټولو مهمه خبره پائېدار امنيت باوري كول دي ٬ د كوم لپاره چې په كوټلو بنيادونو كار روان دے۔









