غزه ۔23 جولائي (اے پي پي) غزه كښې د اسرائيل روان بربريت او تازه بريدونو كښې نور 19 فلسطنيان شهيدان شول ۔ د قطر خبر رسنې ادارې تر مخه د اسرائيل قابض ځواكونو د شپې په غزه ښار كښې په يوه كورنۍ بريد كښې قتل عام وكړو٬ په مينځنۍ غزه كښې البرج مهاجر كېمپ او سوئېلې غزه كښې رفح ښار باندې هم فضائي بريد وكړے شو٬ چې پكښې 19 فلسطنيان …
په غزه اسرائيلي بريدونو كښې 19 فلسطنيان شهيدان شول
غزه ۔23 جولائي (اے پي پي) غزه كښې د اسرائيل روان بربريت او تازه بريدونو كښې نور 19 فلسطنيان شهيدان شول ۔ د قطر خبر رسنې ادارې تر مخه د اسرائيل قابض ځواكونو د شپې په غزه ښار كښې په يوه كورنۍ بريد كښې قتل عام وكړو٬ په مينځنۍ غزه كښې البرج مهاجر كېمپ او سوئېلې غزه كښې رفح ښار باندې هم فضائي بريد وكړے شو٬ چې پكښې 19 فلسطنيان شهيدان او په درځنونو ژوبل شول۔ د طبي ذرائعو تر مخه د غزه شمال مغربي سيمه كښې يو كور په نخښه كړے شو چې پكښې د 6 ماشومانو پشمول او يو طبي كاركن سره 15 فلسطنيان شهيدان او په درځنونو ژوبل شول۔ مقامي ذرائعو ووئېل اسرائيلي الوتكو يو كور باندې بمباري وكړه او د مرستې كولو يو ايمبولېنس يې هم په نخښه كړو ٬ نور خلق هغه وخت ژوبل شول چې د صلاح الدين جماعت په خوا كښې په يو كور فضائي بريد وكړے شو۔ د هغه وېنا وه د بريدونه د اسرائيلي بربريت برخه دي كوم چې د غزه په شهري ودانۍ دتباهۍ كوونكې اثرات مرتب كوي









