اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي )د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي پاكستان نيپال سره خپلو د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري كومې چې په شريك تاريخ٬كلتور او شريك احترام اډانه دي٬ د دوه اړخيزه اړيكو د لا قوي كولو عزم پخلي كولو سره سيد يوسف رضا ګېلاني زور راوړو چې اعلٰی كچ پارليماني او سفارتي روابط د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د نيپال سفیر ریتا دھیتال ملاقات٬ په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي )د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي پاكستان نيپال سره خپلو د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري كومې چې په شريك تاريخ٬كلتور او شريك احترام اډانه دي٬ د دوه اړخيزه اړيكو د لا قوي كولو عزم پخلي كولو سره سيد يوسف رضا ګېلاني زور راوړو چې اعلٰی كچ پارليماني او سفارتي روابط د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو قوي كولو كښې كليدي كردار ادا كوي او د داسې روابط تسلسل كښې د زياتوالي سخت ضرورت دے۔د سينيټ سيكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن دا خبره د نيپال په پاكستان كښې نوي سفير ريتا دهتيال سره د شورو په ورځ ملاقات كښې كړې۔ده سفير ته په تعيناتۍ مباركي وركړه او پاكستان كښې د هغه سفارتي ذمه وارو لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال د سينيټ چيئرمېن په دې امر زور راوړو چې موجوده دوه اړخيزه تجارتي حجم د دواړو هېوادونو ترمينځه د موجود حقيقي استعداد او خېرسګالۍ عكاس نه دے٬ مالي كال 2024-25 كښې دوه اړخيزه تجارتة حجم يوازې 6.47 ملين امريكائي ډالر پاتې شو۔ده دفاعي څانګه كښې په زياته شوې مرسته د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئېل پاكستان نيپالي ځواكونو لپاره 101 تربيتي چوكۍ وړيا وركړي چې پكښې په 31 عملدرآمد شوے۔د تعليمي مرستې ودې په اړه د سينيټ چيئرمېن ووئېل پاكستان ټيكنيكل اسسټنټس پروګرام له مخې هر كال د نيپال زده كوونكو ته وظيفې وركوي او دا لړۍ به بيا هم روانه وي۔سيد يوسف رضا ګېلاني نيپالي وګړي پاكستان كښې د مذهبي سېلګرۍ لپاره رابللو سره ووئېل پاكستان كښې مذهبي سېلګرۍ څخه هغوي مستفيد كېدے شي۔ده دواړو هېوادونو ته د ورمخې ته ماحولياتي بدلونونو په منفي اثرات د تشويش څرګندونې كولو سره ووئېل د دې چېلنج مخ نيوي لپاره دوه اړخيزه سيمه ايزه او په نړيوال كچه نزدې مرسته او تګلاره ضرورې ده ۔ده د نيپال د موجوده چيئر او كوربتوب په توګه كردار وستائېلو او هيله يې څرګند كړه چې د تنظيم بشپړه هلې ځلې به ډېرې زر بحال شي۔په آخر كښې د سينيټ چيئرمېن سفير لپاره په كاميابۍ د سفارتي مودېتر سره كولو له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔سفير د سينيټ چيئرمېن مننه وكړه او د هغوي خيالاتو سره يې اتفاق وكړو۔










