ډھاكه23جولائي (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي٬ د بشري قاچاق په ضد همكاري زياتولو او د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په مشتركه اقدامات زور راٶړلے شوے۔ دا خبرې د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقويد د بنګله دېش خپل همڅنګ ليفټيننټ جنرل(ر)جهانګير عالم چوهدري سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د پاك بنګله دېش په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه …
د نشه اي توكو مخ نيوي له ٬ د بشري قاچاق په ضد همكارۍ زياتولو او د ترهګرۍ مخه نيولو لپاره په مشتركه اقدامات زور٫ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي خپل د بنګله دېش هم منصب سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
ډھاكه23جولائي (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي٬ د بشري قاچاق په ضد همكاري زياتولو او د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په مشتركه اقدامات زور راٶړلے شوے۔ دا خبرې د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقويد د بنګله دېش خپل همڅنګ ليفټيننټ جنرل(ر)جهانګير عالم چوهدري سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د پاك بنګله دېش په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د بنګله دېش داخله وزارت ته په رسېدو د وفاقي وزير تود هركلے وكړے شو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ته په دې موقع ګارډ آف آنرز هم وړاندې كړے شو۔ په ملاقات كښې به سفارتي او په سركاري پاسپورټس د ويزا فري انټري په اړه پېشرفت وشو٬ دواړو هېوادونو په سفارتي او سركاري پاسپورټس د ويزه فري انټري سهولت وركولو اصولي پرېكړه وكړه۔ دواړو وزيرانو د انټرنل سكيورټي او د پوليس ټريننګ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته هم اتفاق وكړو۔ دواړو ډلو د نشه اي توكو مخنيوي او د بشري قاچاق لپاره په همكارۍ زياتولو خبرې وكړې او د ترهګرۍ مخنيوي لپاره ئې په مشتركه اقدامات هم د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ په پوليس اكيډميز كښې ټريننګ پروګرامز په تبادلو هم خبرې وشوې۔ د بنګله ديش داخله وزير ووئيل زه ډهاكه ته په راتګ د خپل هم منصب مننه كوم او دوي ته هركلے وائيم۔ ده محسن نقوي ته ووئيل ستاسو دوره د پاك بنګله دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره ډېره مهمه ده۔ ده د پوليس ټريننګ په وړاندېز د داخله وزير محسن نقوي مننه وكړه۔ په دې موقع د پاك بنګله دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره مشتركه كميټي هم جوړه كړې شوه٬ د پاكستان لخوا د داخله چارو وفاقي سيكرټري خرم آغا به د كمېټۍ مشر وي٬ د بنګله دېشن د لوړې كچې پلاوې به ډېر زر سيف سټي پراجيكټ او نيشنل پوليس اكيډمي دوره كولو لپاره اسلام آباد ته راځي۔ په دې موقع د بنګله ديش وزير مملکت خدا بخش، سيکرټري داخله نسيم الغني، ايډيشنل سيکرټري سکيورټي ډويژن شميم خان، د پاکستان د هائي کميشن ناظم الامور محمد واصف، پوليټيکل قونصلر کامران دهينګل او نور لوړ پوري هم موجود وو۔










