د پبلك اكاؤنټس كميټۍ غونډه٬ د فنانس ډويژن د كال 24-2023 د اډټ اعتراضات جاج واخستلے شو

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د پبلك اكاؤنټس كمېټي ( پي اے سي) غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن جنېد اكبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټي غړو او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو٬ په غونډه كښې د فنانس ډويژن د كال 24-2023 د اډټ اعتراضات جاج واخستلے شو٬ د نېشنل فوډ سيكرټري د چينو د بيعې په اړه د …

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د پبلك اكاؤنټس كمېټي ( پي اے سي) غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن جنېد اكبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټي غړو او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو٬ په غونډه كښې د فنانس ډويژن د كال 24-2023 د اډټ اعتراضات جاج واخستلے شو٬ د نېشنل فوډ سيكرټري د چينو د بيعې په اړه د بريفنګ په مهال ووئيل د تېر كال په مقابل كښې سږ كال د چينو پېداوار ډېر كم شوے٬ په پېداوار او لګښت كښې نزدې 7 زره ټنه فرق دے٬ د چينۍ بيعه يو دم زياته شوې ٬ د طلب او رسد له مخې د درې لكه مېټرك ټنه چينو درامد كولو پرېكړه شوې۔ د پي اے سي چيئرمېن ووئيل د چينو اېكسپورټ او بيا د امپورټ پرېكړه د چا ده۔ د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل د كابينې احكامات له مخئ په درېو ټېكسونو كښې كمے شوے٬ په غونډه كښې غړو ووئيل چا د څه وجوهاتو په سبب كابينه كمېټۍ څخه منظوري ترلاسه كړې۔ سيد نويد قمر ووئيل كه چيني زيات وي نو بهر لېږل او كه كم وي نو درامد كولو كښې هېڅ باق بشته خو د يو څو كسانو اجاره داره برقرار ساتلو سره د چينو بيعې تعين سم نه دے ۔ جنيد اكبر خان ووئيل دې طرز عمل سره د ګني كروندګار هم ځپلے كېږي۔ سيد نويد قمر ووئيل په دې كښې اصل كردار د صوبو جوړېږي٬ دا معامله د وفاقي وزارتونو په لاسو كښې نه ده۔ په دې موقع د پي اے سي چيئرمېن د اېف بي آر چيئرمېن څخه د چينۍ د درامد تفصيلات وغوښتل۔

مزید خبریں