اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) پشكال لپاره په ورځني بنياد د کوآرډينيشن کنفرنس لړۍ پېل كړې ده٬ دا کنفرنس به په اېن ډي اېم اے نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اېن اي او سي) كښې كېږي٬ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د شورو په ورځ په وړومبي كنفرنس كښې اربن او …
د اين ډي ايم اے “مون سون کوآرډينيشن کنفرنس” پېل كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) پشكال لپاره په ورځني بنياد د کوآرډينيشن کنفرنس لړۍ پېل كړې ده٬ دا کنفرنس به په اېن ډي اېم اے نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اېن اي او سي) كښې كېږي٬ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د شورو په ورځ په وړومبي كنفرنس كښې اربن او رېور فلډ، لينډ سلائيډنګ او د ګلاف په څېر د ممكنه خطرو جاج واخستلے شو٬ په کنفرنس كښې د پي ډي اېم ايز، ډي ډي اېم ايز، د موسميات محكمې، ريسکيو، سول ډيفنس، واټر اينډ ايريګيشن او د پي ټي اے پشمول د اړوندو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو ۔ ټولو ادارو ته د ممكنه خطرو له مخې په وخت اقدامات او غبرګون په تګلاره د عملدرامد هدايات جاري شول۔ ادارو د خپل چتموالي٬ رامخئ ته مسئلو٬ پكار وسائلو او د جاري اقدامات تفصيلات كنفرنس ته وړاندې كړل۔ اېن ډي اېم اے له مخئ د كنفرنس مقصد د ټولو ادارو ترمېنځه همكاري او مشتركه تګلارې ته وده وركول دي دغسې چې د پشكال په موسم كښې د متوقع خطرو په موثره ډول مخنيوي وكړے شي۔ اېن ډي اېم اے د موسمي صورتحال او د ممکنه خطرو په اړه د وړاندې نه خبرتيا باوري كوي ۔ په امروزه بنياد كېدونكې كفنرنسز به د پشكال په مهال د اولس د ځان او مال تحفط باوري كولو كښې مهم كردار لوبوي۔ اېن ډي اېم اے او نورې ټولې ادارې د ټولو وسائلو په كارولو د اولس د حفاظت عزم لري۔










