بيجنګ 23 جولائي (اے پي پي) د چين د تجارت وزير وانګ وينتاؤ د تجارت او اقتصادي سلامتيا اروپائي کمشنر ماروس سيفکووچ سره د ويډيو لنك د لارې ملاقات کړے او به شريكو تجارتي او په نورو څانګو كښې د اړيكو په وده يې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ شنهوا له مخې دا خبره د چين د تجارت وزارت د اړخه د شورو په ورځ جاري بيان كښې شوې۔ده ووئيل …
د چين تجارت وزير د اروپائي ائتلاف تجارتي کمشنر سره غونډه، تجارتي او نورو اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه
بيجنګ 23 جولائي (اے پي پي) د چين د تجارت وزير وانګ وينتاؤ د تجارت او اقتصادي سلامتيا اروپائي کمشنر ماروس سيفکووچ سره د ويډيو لنك د لارې ملاقات کړے او به شريكو تجارتي او په نورو څانګو كښې د اړيكو په وده يې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ شنهوا له مخې دا خبره د چين د تجارت وزارت د اړخه د شورو په ورځ جاري بيان كښې شوې۔ده ووئيل ملاقات كښې ډلو د چين اروپائي ائتلاف اقتصادي او تجارتي مرستي او اړوندو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ بيان كښې ووئيل شول د چين د تجارت وزير د اروپائي ائتلاف د روس په ضد د بنديزونو 18م پيکج كښې د 2 چينائي مالياتي ادارو شاملولو په اړه سخت احتجاج وکړ و ۔









