ملګري ملتونه۔22 جولاي (اے پي پي) ملګرو ملتونو په غزه كښې د انساني صورتحال په بيړه خرابېدو اندیښنه څرګنده كړې ده چرته چې د بنيادي ضروريات د ژوند وروستۍ زرائع هم تباه كېږي ۔ د ملګرو ملتونو وياند ستېفن ډوچارك ووئېل سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش په ماشومانو او لويو كښې د غذائي كمي په زياتېدونكو پیښو سخته اندیښنه ښكاره كړې او د خوراك په تر لاسه كوونكو وګرو د ډزو …
ملګرو ملتونو غزه كښې په انساني بحران د اندېښنې اندېښنه څرګنده وكړه٬ د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔22 جولاي (اے پي پي) ملګرو ملتونو په غزه كښې د انساني صورتحال په بيړه خرابېدو اندیښنه څرګنده كړې ده چرته چې د بنيادي ضروريات د ژوند وروستۍ زرائع هم تباه كېږي ۔ د ملګرو ملتونو وياند ستېفن ډوچارك ووئېل سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش په ماشومانو او لويو كښې د غذائي كمي په زياتېدونكو پیښو سخته اندیښنه ښكاره كړې او د خوراك په تر لاسه كوونكو وګرو د ډزو ٬ قتل او د ژوبل كېدو د پیښو يې سخته غندنه كړې ده۔ ده ووئېل د وګړو حفاظت او احترام په هر حال كښې ضروري دے او دوي كله هم په نخښه كول نه دي پكار۔د غزه وداني د ژوند د بنيادي څيزونو د ضرورتونو نه بيخي محرومه ده ۔ ده ووئېل په اسرائيل لازم ده چې هغه د ملګرو ملتونو او نورو انساني تنظيمونو په مرسته ورسولو كښې هر ممكمن مرسته وكړي۔ ده ووئېل په غزه كښې د تاو تريخوالي د لاسه د بشري خواخوږۍ نظام ته سخت زيان رسېدلے ٬ په خاص توګه د دير البلح ځينو سيمو لپاره د جاري كړي د ايوې كېشن آرډر نه لا بے دخلۍ كېږي او د مرستې په كارونو كښې خنډان رامخې ته كېږي۔ د ملګرو ملتونو وياند ووئېل په دير البلح كښې د ملګرو ملتونو دوه ګېسټ هاوسز په نخښه كرې شوي چې ورسره په كارمندانو كښې يره خپره شوې ٬ خو ملګرو ملتونو د خپل كار روان ساتلو پرېكړه كړې ده۔










