ملګري ملتونه ۔22جولائي (اے پي پي ) ملګرو ملتونو افغانستان كښې د طالب چارواكو د اړخه د اسلامي لباس د ضابطو په مبینه خلاف ورزۍ په لويه شمېره د مېرمنو په ګرفتارۍ د اندیښنې څرګندونه كړې ده ، خو طالبانو د مېرمنو د ګرفتارۍ یا زندان نه د لېږلو اطلاعات مسترد کړې دي۔د العربیه تر مخه د ملګرو ملتونو افغانستان كښې د امدادي مشن (یو این اے ایم اے ) …
افغانستان كښې د ’’ډریس کوډ‘‘ په خلاف ورزو د مېرمنو په ګرفتارۍ ملګرو ملتونو اندیښنه ښكاره كړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔22جولائي (اے پي پي ) ملګرو ملتونو افغانستان كښې د طالب چارواكو د اړخه د اسلامي لباس د ضابطو په مبینه خلاف ورزۍ په لويه شمېره د مېرمنو په ګرفتارۍ د اندیښنې څرګندونه كړې ده ، خو طالبانو د مېرمنو د ګرفتارۍ یا زندان نه د لېږلو اطلاعات مسترد کړې دي۔د العربیه تر مخه د ملګرو ملتونو افغانستان كښې د امدادي مشن (یو این اے ایم اے ) د اړخه جاري بيان کښې ووئېل په هېواد كښې د 16 نه 19 م جولائۍ ګڼ شمېر مېرمنې او انجونې يوازې په دې بنا نيولې شوي چې دوي د عبوري حکومت د اړخه د مقرر کړي حجاب د اصولو خلاف ورزي كړې ده ۔ یو این اے ایم اے په دې پیښو د افسوس څرګندونې سره ووئېل دا کاروائۍ د مېرمنو او انجونو د لا جلا كولو ، ټولنه كښې د يرې زياتولو او د اولس باور ته د زيان رسولو سبب جوړېږي ۔ د یو این اے ایم اے وېنا ده چې هغه په دې حقله د طالبانو چارواكو سره خبرې كوي ۔واضحه دې وي طالبانو په اګست 2021ء كښې د اقتدار په بيا اغستو د اسلامي شریعت سخت درېځه تشریحات نافذ کړې دي چې پكښې مېرمنو لپاره د سر نه تر پښو مکمل پړدہ لازمي ګرځولي شوې ده ۔ طالبانو د اقتدار تر لاسه كولو په وخت ادعا كړې وه چې هغه به د 1996ء نه تر 2001ء تر مينځه د خپل وړومبي حكومت په نسبت دا ځل نسبتاً معتدل پالیسي خپلوي، خو د ملګرو ملتونو تر مخه په مېرمنو لګولې شوي اوسني بندیزونه د ” صنفی امتیاز ” په زمره كښې راځي ۔ د طالب حکومت موقف دے چې اسلامي شریعت هر كس ته د هغه حق وركوي او په مونږ لګولې شوي د امتیازي سلوک تورونه هيڅ حیثیت نه لري ۔










