په ايران د بنديزونو د بحالولو په دړكو غور لپاره د ايران٬ روسيه او چين چارواكو مهمه غونډه (نن) كېږي

تهران 21 جولائي (اے پي پي) د ايران، روسيه او چين چارواكو مهمه غونډه به (نن) د جولائي په 22مه نيټه په تهران كښې كېږي۔ د روسيه خبري اژانس تاس له مخې د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي ووئيل درې اړخيزه غونډه به نن د نهې په ورځ په تهران كښې كېږي چې پكښې به د ايران په اتومي پروګرام او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د بنديزونو …

تهران 21 جولائي (اے پي پي) د ايران، روسيه او چين چارواكو مهمه غونډه به (نن) د جولائي په 22مه نيټه په تهران كښې كېږي۔ د روسيه خبري اژانس تاس له مخې د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي ووئيل درې اړخيزه غونډه به نن د نهې په ورځ په تهران كښې كېږي چې پكښې به د ايران په اتومي پروګرام او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د بنديزونو بحالۍ لپاره په سنيپ بېك ميکنزم فعال كولو د درې اروپائي هېوادونو د فرانس٬ المان او برتانيه په دړكو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ په يو خبري كفنرنس كښې ده ووئيل ايران، روسيه او چين په يو شمېر نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري او درې واړه هېوادونه قوي اړيكې هم لري۔ وياند زياته كړه چې روسيه او چين د جوائنټ کمپري هينسو پلان آف ايکشن (JCPOA) غړي دي او دې سره سره د ملګرو ملتونو مستقل غړي هم دي او په كونسل كښې په هر عمل كښې خپل كردار ادا كولې شي۔ د يادونې وړ ده د ايران په اتومي پروګرام په اختلافات غور لپاره د ايران او د اروپائي ائتلاف د درېو هېوادونو (فرانس، المان او برتانيه) ترمېنځه خبرې به د جولائي په 25مه نيټه استنبول كښې كېږي۔

مزید خبریں