د درې اړخيزه ټي 20 سېرېز په څلورم مېچ كښې سوئېلې افرېقې زمبابوے له په 7 وكتو ماتې وركړه

هرارے۔21 جولائي (اے پي پي) د درې اړخيزه ټي 20 سېريز په څلورم مېچ كښې سوئېلې افرېقې زمبابوے له په 7 وكتو ماتې وركولو سره دوېمه بريا تر لاسه كړه۔ دې بريا سره پروټېز د ټي 20 سېريز فائنل لپاره هم كوالېفائي وكړه۔ په هرارے سپورټس كلب كښې شوي د سېريز څلورم مېچ كښې زمبابوے په وړومبي بېټنګ كولو كښې په 20 اوورز كښې د 6 وكټو په زيان 144 …

هرارے۔21 جولائي (اے پي پي) د درې اړخيزه ټي 20 سېريز په څلورم مېچ كښې سوئېلې افرېقې زمبابوے له په 7 وكتو ماتې وركولو سره دوېمه بريا تر لاسه كړه۔ دې بريا سره پروټېز د ټي 20 سېريز فائنل لپاره هم كوالېفائي وكړه۔ په هرارے سپورټس كلب كښې شوي د سېريز څلورم مېچ كښې زمبابوے په وړومبي بېټنګ كولو كښې په 20 اوورز كښې د 6 وكټو په زيان 144 رنز جوړ كړل۔ برائن بېنټ 61 رنز او ريان برل په نه آوټ كېدو 36 رنز جوړ كړل۔ د سوئېلې افرېقې د اړخه كوربن بوش 2 او لنګي نګيډي٬ ناندرے برګر او نقيايومزي يو يو لوبغاړے آوټ كړو ٬ دغسې سوېئلې افرېقې مطلوب هدف په 2۔17 اوورز كښې د 3 وكټو په زيان سر كړو۔ روبن هرمن په ښه لوبه كولو 63 رنز جوړ كړل او كپتان راسي وين ډير ډوسن په نه آوټ كېدو 52 رنز سره ولاړ پاتي شو۔ د زمبابوے ټينوټينډا ماپوسا دوه او يو رچر ډڼګروا يو كس آوت كړو٬ دغسې روبن هرمن د لوبې غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔