د بنګله ديش او پاكستان ترمينځه د درې ټي ټونټي ميچونو سيريز دويم ميچ سبا كيږي

ډھاکه۔21جولائی(اے پی پی) د بنګله ديش او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي ميچونو سيريز دويم ميچ سبا د نهې په ورځ كيږي۔ دا مېچ به په شېر بنګله نېشنل سټېډیم ،ډھاکه كښې كيږي۔ د بنګله دېش لوبډلې ته د پاكستان په ضد په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې پاكستان ته په اولني مېچ كښی په 7 وكټونو ماتې وركړې وه۔ پاكستانۍ لوبډله د …

ډھاکه۔21جولائی(اے پی پی) د بنګله ديش او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي ميچونو سيريز دويم ميچ سبا د نهې په ورځ كيږي۔ دا مېچ به په شېر بنګله نېشنل سټېډیم ،ډھاکه كښې كيږي۔ د بنګله دېش لوبډلې ته د پاكستان په ضد په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې پاكستان ته په اولني مېچ كښی په 7 وكټونو ماتې وركړې وه۔ پاكستانۍ لوبډله د بنګله دېش دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د درې مېچونو سيريز كوي۔ د سيريز يو مېچ شوے دے كوم چې كوربه لوبډلې په خپل نوم كړے دے۔ په سيريز كښې دپاكستان مشري آل راؤنډر سلمان آغا او د بنګله دېش لوبډلې مشري نوموړے وكټ كيپر او بېټر لټن داس كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي ټونټي سيريز دويم مېچ به سبا په 22 جولائي او درېم او ورستې مېچ به په 24 جولائي كېږي۔ دا دواړه مېچونه به هم د فلډ لائټس په رڼا كښې په شېر بنګله نېشنل سټيډيم ٬ ډھاكه كښې كيږي