واشنګټن 19 جولائي (اے پي پي) د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ هم دا تصديق کړې چې د هند او پاکستان ترمنيځه د جګړې په مهال 5 الوتكې راغورځيدلې۔د کشمیر میډیا سروس له مخې صدر ټرمپ په سپینه ماڼۍ كښې ري پبلكن غړو ته د وینا په مهال د الوتکو د راغورځېدو تصديق كړې۔ هغه دا په واضحه توګه ونه وئیل چې پاکستان د هند 5 الوتكې راغورځولې وې، خو دا …
د ارمريكې صدر ټرمپ د هند او پاکستان ترمنيځه د جګړې په مهال د 5 الوتکو د راغورځېدو تصديق وكړو

مزید خبریں
واشنګټن 19 جولائي (اے پي پي) د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ هم دا تصديق کړې چې د هند او پاکستان ترمنيځه د جګړې په مهال 5 الوتكې راغورځيدلې۔د کشمیر میډیا سروس له مخې صدر ټرمپ په سپینه ماڼۍ كښې ري پبلكن غړو ته د وینا په مهال د الوتکو د راغورځېدو تصديق كړې۔ هغه دا په واضحه توګه ونه وئیل چې پاکستان د هند 5 الوتكې راغورځولې وې، خو دا یې ووئيل چې په جګړه كښې 5 الوتښې راغورځولې شوې وې۔ده ووئيل چې صورتحال خرابيدو له امله مونږ د جنګ بندۍ ووئيل۔د یادوني وړ ده چې د مئې میاشتې په مهال هند او پاکستان جګړې كښې، د پاکستان هوائي ځواك د دریو رافیل الوتکو پشمول د هند 5 الوتكې راغورځولې وې۔











