ریاض 19 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب دویمه مرستندویه الوتکه د شام د الاذقیه په ولایت كښې د ځنګلونو د اوور له امله ځپلې شویو خلکو لپاره د شيلټرز پشمول نور سامان وړلو سره د حلب نړیوال هوائي ډګر ته ورسېده د اردو نیوز له مخې د سعودي دفاع وزارت په مرسته، د سلمان پاچا مرکز تر سيوري لاندې سعودي عرب د ځپلې شویو د مرستې لپاره یو …
د سعودي عرب دویمه الوتکه اوور ځپلو د مرستي لپاره شام ته ورسېده

مزید خبریں
ریاض 19 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب دویمه مرستندویه الوتکه د شام د الاذقیه په ولایت كښې د ځنګلونو د اوور له امله ځپلې شویو خلکو لپاره د شيلټرز پشمول نور سامان وړلو سره د حلب نړیوال هوائي ډګر ته ورسېده د اردو نیوز له مخې د سعودي دفاع وزارت په مرسته، د سلمان پاچا مرکز تر سيوري لاندې سعودي عرب د ځپلې شویو د مرستې لپاره یو هوائي پل جوړ کړی دی۔ دا اقدام د شام ولس د تكليفونو د کمولو لپاره د سعودي پاچا د مرستندویه او انساني همدردۍ هڅو یوه برخه ده۔د یادوني وړ ده چې د سلمان پاچا مرکز د شام د افتونو سره د ډیزاسټر مینجمنټ وزارت سره د مرستې یو تړون هم لاسلیك کړی، دغسې چې د ځنګلونو د اوور مخنيوي لپاره ضروري سامان او مشینري ورکړ شي۔ د دغه تړون مقصد دا دے چې فیلډ فائر فائټنګ ډلو ملاتړ د لارې د اوور وژونې لپاره تكنيكي و لاجسټك مرستي د لاري كوټلي رسپانس صلاحيت زيات شي۔










