عراق ،شاپنګ مال كښې د اور لګېدو څخه د مړو شمېره 77 ته ورسېده

بغداد۔18جولائي (اے پي پي) د عراق په شمال كښې د الکوت ښار په شاپنګ مال كښې د لګېدلي اور څخه د مړو شوو شمېره 77 ته ورسېده ۔ د اردو نیوز تر مخه د عراق وزیراعظم محمد شیاع السوداني داخله وزارت ته سپارښتنه كړې جې د پیښې نګراني وكړي او د اور لګېدو وجوهات په اړه سمدستي تحقیقات پېل كړي ۔ د وزیراعظم د اړخه جاري بیان كښې ووئېل شول د اور لګېدو په باریک بینۍ سره تحقیقات پېل كړے شوي او مرستياله ډلو ته امر شوے چې د ځپلو سمدستي او هر ممکن مرسته باوري كړي ۔بل پلو د داخله وزارت د اړخه جاري بیان كښې وئېلې شوي په دې خفګاني پیښه ټول خفه دي ، په كومه ودانۍ كښې چې اور لګېدلے هغه 5 منزله وه او په كښې هائپرمارکیټ او ریسټورانټ هم ؤ ، د ودانۍ پرانسته 7 ورځې وړاندې شوې وه ۔بیان كښې 77 مرګونه تصدیق شوي دي ، زياتره مرګونه د ساه بندېدو څخه شوي ، 14 مړي مکمل سوزېدو د لاسه ونه پېژندلے شول ۔ د شهري دفاع ډلې د مرستې په کارروائيو كښې د 45 ځپلو كسانو د ودانۍ نه په راويستلو كښې كاميابې شوې دي