د بنګله ديش او پاكستان ترمينځه ټي ټونټي سيريز د جولائي 20 مې نيټې څخه پيل كيږي

ډھاکه۔18جولائي(اے پي پي) د بنګله ديش او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي ميچونو سيريز د جولائي په 20 مه نېټه كېدونكي اولني ميچ څخه كيږي۔ دا مېچ به په شېر بنګله نېشنل سټيډيم ،ډھاکه كښې كولے شي۔ د پاكستان كركټ لوبډله به د بنګله دېش خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به …

ډھاکه۔18جولائي(اے پي پي) د بنګله ديش او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي ميچونو سيريز د جولائي په 20 مه نېټه كېدونكي اولني ميچ څخه كيږي۔ دا مېچ به په شېر بنګله نېشنل سټيډيم ،ډھاکه كښې كولے شي۔ د پاكستان كركټ لوبډله به د بنګله دېش خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به په دې سيريز كښی نوموړے آل راؤنډر سلمان آغا او د بنګله دېش مشري به نوموړے وكټ كيپر او بېټر لټن داس كوي۔ د سيريز دويم مېچ به په 22 جولائي او درېم او وروستے مېچ به په 24 جولائي كولے شي۔ درې واړه مېچونه به د فلډ لائټس په رڼا كښې په شېر بنګله سټيډيم ٬ ډھاكه كښې كيږي