د امرېكې درخواست نه پس د سوريه سويدا ولايت څخه د پوځ ويستلو اعلان

دمشق۔ 17 جولائي (اے پي پي)سوريه اعلان كړے دے چې زمونږ پوځ د تشدد څخه ځپلې ولايت نه وتل پېل كړي دي۔ ار ايف پي تر مخه دا خبره د سوريه دفاع وزارت تېره ورځ يو بيان كښې وكړه ۔ بيان كښې ووئېل شول د سوريه په پايه تخت دمشق د اسرائيل بريدونو كولو او د حكومتي پوځ د سويدا نه د ويستلو امريكائي غوښتنې نه پس د سوريه پوځ …

دمشق۔ 17 جولائي (اے پي پي)سوريه اعلان كړے دے چې زمونږ پوځ د تشدد څخه ځپلې ولايت نه وتل پېل كړي دي۔ ار ايف پي تر مخه دا خبره د سوريه دفاع وزارت تېره ورځ يو بيان كښې وكړه ۔ بيان كښې ووئېل شول د سوريه په پايه تخت دمشق د اسرائيل بريدونو كولو او د حكومتي پوځ د سويدا نه د ويستلو امريكائي غوښتنې نه پس د سوريه پوځ د سويدا نه وتل پېل كړي دي۔ دفاع وزارت ووئېل د سوريه پوځ په ښار كښې د غېر قانوني ډلو خلاف د چهاپو خاتمې نه پس د تر سره شوې لوظنامې په شرطونو عمل كولو سره د سويدا ښار نه وتل پېل كړي دي۔ بيان كښې د نورو سركاري ځواكونو د وتلو كوم ذكر نشته۔ د سوريه صدر سويدا كښې د ناوړه فعل پلټنو كولو او ككړو كسانو له د سزا وركولو عزم كړے دے۔ د سېريئن آبزرويټري فار هېومن رائټس وېنا ده په سويدا ولايت كښې د تشدد د لاسه 350 نه زيات كسان په حق رسېدلي چې پكښې د سركاري پوځ ٬ ځايي جنګيالي او 27 دروز وګري شامل وو۔

مزید خبریں