ملګري ملتونه ۔17جولائی(اے پی پی) پاکستان له نړيوالې ورورولۍ څخه غزہ د سنګين صورتحال څخه ويستلو له د سمدستي او فعاله ګامونو پورته كولو غوښتنې سره وئيلي دي تاريخ به زمونږ جاج اخلي ٬ راځۍ چې د غلې پاتې كېدونكو او د بې عملۍ څرګندونه كوؤنكو په توګه نه بلكې د انسانيت او نړيوال قانون ملاتړ او ملګرتيا كوؤنكو په توګه وپېژندلے او ياد كړے شوو۔ په ملګرو ملتونو كښې …
د پاكستان نړۍ څخه د غزه په سنګين صورتحال د سمدستي كارروايۍ غوښتنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔17جولائی(اے پی پی) پاکستان له نړيوالې ورورولۍ څخه غزہ د سنګين صورتحال څخه ويستلو له د سمدستي او فعاله ګامونو پورته كولو غوښتنې سره وئيلي دي تاريخ به زمونږ جاج اخلي ٬ راځۍ چې د غلې پاتې كېدونكو او د بې عملۍ څرګندونه كوؤنكو په توګه نه بلكې د انسانيت او نړيوال قانون ملاتړ او ملګرتيا كوؤنكو په توګه وپېژندلے او ياد كړے شوو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي آصف افتخار احمد په سلامتي كونسل كښې د غزه په صورتحال يو بحث كښې ووئيل غزه په مكمل توګه د تباهۍ خلې ته رسېدلې ٬ دا د انسان د خپله لاسه جوړه كړې تباهي ده چرته چې مرګ يوازې د بمبارۍ د لارې نه بلكې د هغه حالاتو نشتوالي سره هم راځي كوم چې ژوند لپاره ضروري دي۔ پاكستاني سفير ووئيل كله چې د غزه اوسېدونكي د لوږې د لارې وژلې شي او سيمه ړنګولې شي نو په داسې حالت كښې نړۍ يوازې تماشه كوؤنكې پاتې كېدې نه شي۔ ده په ډاګه كړه چې په غزه كښې 58 زره څخه زيات كسان شهيدان شوي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او كوچنيان دي۔ دغسې يو لك 38 زره څخه زيات كسان ژوبل شوي ٬ ټوله سيمه په ملبه بدله شوې ۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به سمدستي كارروائي كول وي۔ ده غوښتنه وكړه چې فوري او غېر مشروط او مستقل جنګ بندي دې وكړې شي ٬ ناكه بندي دې ختمه كړې شي ٬ یرغمل شوي او فلسطيني وګړي دې په سمدستي او غېر مشروط توګه خوشې كړې شي۔ ده ووئيل د دې بحران د بنيادي سبب حل دې ولټولې شي۔ ده ووئيل په منځني ختيز كښې يو عادلانه او د اوږدې مودې امن لپاره دوه رياستي حل ضروري دے۔ په دې لړ كښې مونږ د سعودي عربستان او فرانس په مشرۍ كښې د اعلی كچې كنفرنس ته سترګې په لاره يوو او هيله لرؤ چې د دې به سمدستي نتيجه رامخې ته شي۔ د غونډې په پېل كښې د ملګرو ملتونو د بېړنۍ مرستې رابطه كار ټام فليچر ووئيل اوس مونږ د غزه زمكيز صورتحال بيانولو له الفاظ نه لرؤ۔ د غزه د روغتيا نظام په بشپړه توګه له مينځه تللے ۔ په 36 كښې يوازې 17 روغتونونه او د روغتيا 170 مركزونو كښې يوازې 63 په جزوي توګه فعاله دي٬ 70 فیصده ضروری داروګان ختم شوي دي۔ اميدوارې مېرمنې له كومې طبي مرستې پرته كوچنيان زېږوي۔ ده ووئيل د اوبه پېداوار تر خطرناك حد كم شوے دے۔ 95 فيصده غزه د اوبو كمي سره مخ ده۔ غونډې ته پاكستاني استازي ووئيل د مرستې موجوده نظام د اولس په خذمت كولو كښې ناكامه شوے۔ د غزہ هیومینیټیرین فاونډېشن لاندې اوس دا نظام په يو څو مخصوص ځايونو كښې كار كوي۔ پاکستانی استازي ووئيل د غزه ناوړه صورتحال د اسرائیل د يو قابض قوت د پالېسيو او پرېكړو نتيجه ده ٬ د دې مخنيوي كېدے شي او د دې مخنيوے بايد وكړے شي










