د انګلېنډ او هند كركټ ډلو تر مينځه څلورم تېسټ مېچ به په 23 مه جولائي مانجسټر كښې پېل كېږي

لندن ۔15 جولائي (اے پي پي) د انګلېند او هند كركټ ډلو تر مڅينځه د 5 ټېسټ مېچونو په سېريز كښې څلورم مېچ به د 23 نه تر 27 مې جولائي مانچسټر ايمرېټس اولډ ټريفورډ كښې كېږي۔ كوربه ډلې انګلېنډ ته د مېلمه ډلې هند په ضد د 5 مېچونو په سېريز كښې د 1۔ 2په حساب وړاندې والے تر لاسه دے۔ د آئې سي سي ورلډ ټېسټ چېمپيئن شپ …

لندن ۔15 جولائي (اے پي پي) د انګلېند او هند كركټ ډلو تر مڅينځه د 5 ټېسټ مېچونو په سېريز كښې څلورم مېچ به د 23 نه تر 27 مې جولائي مانچسټر ايمرېټس اولډ ټريفورډ كښې كېږي۔ كوربه ډلې انګلېنډ ته د مېلمه ډلې هند په ضد د 5 مېچونو په سېريز كښې د 1۔ 2په حساب وړاندې والے تر لاسه دے۔ د آئې سي سي ورلډ ټېسټ چېمپيئن شپ په سېريز كښې په وړومبو درېو مېچونو كښې په وړومبي مېچ كښې انګلېنډ هند ته په 5 وكټو ماتې وركړې ده ۔ دغسې برمنګهم كښې دوېم شوي مېچ كښې مېلمنې ډلې هند په ښه لوبه كولو انګلېنډ ته په 336 رنز ماتې وركړه ٬ دغسې سېرېز يو په يو برابر ؤ خو په درېم ټېسټ مېچ كښې كوربه ډلې انګلېنډ يو واري بيا هند له په 22 رنز سره ماتې وركړه ۔ د هند ډلې مشري شبهمن ګل كوي او د انګلېنډ ډلې مشري آل راونډر بېن سټوكس كوي۔