سعودي عرب په سېلګرۍ كښې د آمدن تر مخه تر ټولو وړاندې روان هېواد دے٬ د ڼړيوالې درجه بندۍ نوے رېكارډ

رياض۔14 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب د كال 2025 په وړومبو دريو مياشتو كښې د ڼريوالو سېلګرو څخه په تر لاسه آمدن په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زياته ترقي تر لاسه كړې ده ۔ د سعودي خبر رسنې ايجنسۍ ايس پي اے ٬ د ملګرو ملتونو د سېلګرۍ تنظيم يو اين ټورزم د اړخه په مئ 2025 كښې جاري كړي د نړيوالې سېلګرۍ بېروميتر رپورټ تر مخه دا …

رياض۔14 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب د كال 2025 په وړومبو دريو مياشتو كښې د ڼريوالو سېلګرو څخه په تر لاسه آمدن په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زياته ترقي تر لاسه كړې ده ۔ د سعودي خبر رسنې ايجنسۍ ايس پي اے ٬ د ملګرو ملتونو د سېلګرۍ تنظيم يو اين ټورزم د اړخه په مئ 2025 كښې جاري كړي د نړيوالې سېلګرۍ بېروميتر رپورټ تر مخه دا كارنامه د 2019 د دومره مودې په مقابل كښې چې د نړيوالو سېلګرو په شمېر كښې د زياتوالي په توګه سعودي په ټوله نړۍ كښې په دريم لمبر ؤ۔دغسې د منځني ختيز په منطقه كشې دا دويم لوي هېواد ګرځېدلے ے۔ د شمېرو تر مخه په كال 2025 كښې په وړومبو دريو مياشتو كښې سعودي عرب ته د سېلګرو راتللو كښې 102 فيصد اضافه رېكارډ كړې شوې۔ كومه چې نه يوازې په نړيواله كچه 3 فيصد بلكې په منځني ختيز كښې 44 فيصد زياتوالي څخه هم زياته ده۔ دې څرګندې كاركردګۍ د سعودي د سېلګرۍ نړيوال او سيمه ايز قيادت لا مستحكم كړے دے۔

مزید خبریں