رياض۔ 14 جولائي (اے پي پي) په سعودي عرب كښې د ماحوليات كار پوهه يو ماحول دوست لرغونتون جوړ كړو ۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه د سعودي كښې د عسير غرونو نه لاندې وادۍ كښې د ماحوليات كار پوهه لاحق آل هادي يو داسې تعليمي ماحولياتي ميوزيم په پرمختګ كښې مصروف دے چې ورسره به د ماحوليات په اړه آګاهي زياته شي او د سېلګرو خوښي به هم …
په سعودي عرب كښې د ماحوليات كار پوهه ماحول دوست ميوزيم جوړ كړو

مزید خبریں
رياض۔ 14 جولائي (اے پي پي) په سعودي عرب كښې د ماحوليات كار پوهه يو ماحول دوست لرغونتون جوړ كړو ۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه د سعودي كښې د عسير غرونو نه لاندې وادۍ كښې د ماحوليات كار پوهه لاحق آل هادي يو داسې تعليمي ماحولياتي ميوزيم په پرمختګ كښې مصروف دے چې ورسره به د ماحوليات په اړه آګاهي زياته شي او د سېلګرو خوښي به هم وده ومومي۔ خو لاحق آل هادي د دې كار په كولو كښې د دې خبرې خيال ساتي چې د سيمې قدرتي او كلتوري ورثه خوندي وساتلې شي۔د لاحق آل هادي تعلق د عسير ريجن د رجال المع ګورنريټ څخه دے۔ د ميوزيم منصوبې مقصد د اونو ٬ حشرات ٬ مارغانو او د روايتي زرعي آلات دستاوېزي جوړولو ته پام كول دي۔ د ميوزيم په يوه برخه كښې د شهدو د مچو او د شهدو پېداوار ته به پام لرنه كولې شي۔ په دغه برخه كښې د مقامي ګلونو په حقله به د نور تفصيلات هم پته ولګي كوم به چې د شهدو مچو لپاره ه مرستياله ګرځي۔ دغسې ميوزيم كښې د وركېدو خطر سره د مخ شوو تخمونو خوندي كولو او د هغې شمېر زياتولو لپاره به هم كار كولې شي۔










