غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ ضرورت ٬ كه صورتحال دغسې روان ؤ ٬ د اسرائيل خلاف به نور اقدامات كوو٬ برطانيه

لندن۔ 9 جولائي (اے پي پي) برطانيې وئېلې دي په غزه كښې د جنګ بندۍ سمدستي ضرورت دے ٬ كه صورتحال دغسې روان ؤ نو د اسرائيل خلاف به لا اقدامات كوو٬ د العربيه تر مخه دا خبره د برطانيي خارجه وزير ډيوډ ليمي پارلمان ته د وېنا په مهال وكړه۔ هغه واضحه كړه كه صورتحال دغسې پاتي شو لكه چې دے نو نو د اسرائيل خلاف به نور اثقدامات هم كوو۔ د يوې پارلماني كمېټۍ په وړاندې د هغه وېنا وه مونږ له بس د جنګ بندۍ پلو تلل دي ۔ چې كله د هغه نه پوښتنه وشوه چې كه په غزه كښې جنګ روان پاتي شو نو د اسرائيل خلاف برطانيه نور اقداما به كوي ؟ هغه ووئېل او ٬ مونږ به هم داسې كوو۔ ډيوډ ليمي په غزه كښې د تقسيم نوې منصوبه په بشپپر ډول د اعتبار جوګه ونه ګرځولو سره ووئېل خلق د مرستې په طمعه مړه كېږي ۔ هغه ووئېل كه مونږ په غزه كښې د مرستې ورسولو موثر حل غواړو نو د ملګرو ملتونو او د هغوي د ايجنسيو كردار ضروري دے ۔