تهران۔9 جولائي (اے پي پي) ايران وئېلي دي امرېكائي چارواكو ته مو د ملاقات درخواست نه دې كړے۔ العربيه د ايران سركاري مېډيا تر مخه ووئېل د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي اعلان كړے چې مونږ جوهري خبرو اترو بيا پېل كولو لپاره د امرېكې چارواكو ته د ملاقات درخواست نه دې كړے ۔ ده ووئېل د خبرو اترو بيا پېل كولو لپاره يو شرط لرو ۔ ده ووئېل په امرېكا څنګه باور كولې شو ؟ مونږ خبرو اترو ته بيا كېناستے شوو٬ خو په دغه خبرو كښې څنګه بارو كولې شوو چې اسرائيل له به بيا د بريد كولو اجازه ورنه كرې شي۔