محسن نقوي سره د پاكستان ټينس فيډرېشن صدر اعصام الحق قرېشي ملاقات

لاهور 09 جولائي(اے پي پي)د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي)چيئرمېن محسن نقوې سره د پاكستان ټينس فيډرېشن صدر اعصام الحق قرېشي د شورو په ورځ ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د ټينس ودې په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پي سي بي وياند له مخې اعصام الحق هغه اسلام آباد كښې د ټينس كورټس په اړه مسئلو او د نوو ټينس كورټس نشتوالي په اړه خبر كړو۔محسن نقوي اسلام آباد كښې د ټينس كورټس مسئلو حل كولو لپاره اړوندو چارواكو ته هدايات جاري كړل ۔د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د ټينس لوبې ودې لپاره د هر ممكنه مرستې باور وركړو ۔ ده ووئېل نوې ټينس كورټس به جوړولې شي۔د پي پي بي چيئرمېن محسن نقوي ووئېل د كركټ پشان پاكستان كښې د ټينس هم بلها ټيلنټ شته او غواړو چې ټينس كښې هم پاكستاني لوبغاړي د هېواد او قام نوم روښانه كړي۔ده ووئيل ځوانان د پيډل ټينس لوبه هم خوښوي۔ د پيډل ټينس نوو موقعو څخه ځوانانو له بشپړه ګټه پورته كولو لپاره مرسته كوو۔ دغسې پي سي بي د پاكستان ټينس فيډرېشن سره هر ممكنه مرستې لپاره چمتو دے۔اعصام الحق قريشي پاكستان كښې د آئي سي آئې چيمپئنز ټرافي په كاميابۍ كولو د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي ته مباركي وركړه۔اعصام الحق په هېواد كښې د كركټ ودې لپاره د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي هڅې وستائېلې۔اعصام الحق ټينس كورټس په اړه د مسئلو حل او د نوو ټينس كورټس جوړولو باور وركولو په ره د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي مننه وكړه۔ د پي سي بي چيف آپريټنګ افسر سمير احمد هم په دې موقع موجود ؤ ۔