ملګري ملتونه۔9 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د سعودي عرب مستقل استازي داكټر عبدالعزيز الواصل د افغانستان امنيت او استحكام په حقله د سعودي عرب د مرستې پخلي كولو سره د افغانستان د خودمختارۍ او د سيمه ايزې سلامتيا په احترام زور راوړے دے۔ د عاجل نيوز تر مخه نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان په صورتحال غونډه كښې خطاب كښې ده …
سعودي عرب د افغانستان امنيت او استحكام لپاره د مرستې پخلے وكړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔9 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د سعودي عرب مستقل استازي داكټر عبدالعزيز الواصل د افغانستان امنيت او استحكام په حقله د سعودي عرب د مرستې پخلي كولو سره د افغانستان د خودمختارۍ او د سيمه ايزې سلامتيا په احترام زور راوړے دے۔ د عاجل نيوز تر مخه نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان په صورتحال غونډه كښې خطاب كښې ده افغان اولس ته په پیښو معاشي او انساني ستونزو د مملكت لخوا د تشويش څرګندونه وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي د مرستې هلې ځلې تندې كړي ٬ دغسې چې اولس ته سمدستي رېلېف تر لاسه شي او د هغوي ستونزې كمې شي ٬ په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو تحفظ باوري كړے شي۔ ده د سعودي امدادي ايجنسۍ شاه سلمان مركز د لارې افغان اولس ته د سعودي د اړخه د وركړے كېدونكو څيزونو هم ذكر وكړو۔ ده تعليم ٬ روزګار او عام ژوندون كښې د افغان مېرمنو د حقونو او د هغوي په اختيار منده جوړولو زور راوړو۔ ده واضحه كړه چې افغان خاوره د ترهه ګرۍ يا د نشه اي توكو قاچاق لپاره د كارلو اجازه نه ده وركول پكار۔ ده هغې څخه نړيوالې او سيمه ايزې سلامتيا ته د پیښو خطرو په اړه هم خبردارے وركړو۔ ده ووئېل سعودي عرب د افغانستان استحكام لپاره سياسي ٬ انساني او ترقياتي اهداف لپاره به مرسته روانه ساتي۔ ياد دې وي د سعودي امدادي ايجنسۍ شاه سلمان مركز په افغانستان كښې تر اوسه د 54 ملين ډالر 57 منصوبې تر سره كړې دي۔ په دغه منصوبو كښې د خوراك سېكيورټي ٬ صحت ٬ تعليم ٬ د اوبو سره سره د بشري خواخوږۍ نور اقامات شامل دي










