واشنګټن ۔ 8 جولائي (اے پي پي) د اسرائيل وزيراعظم بینجمن نېتن وئېلې دي په مكمل توګه يو خپلواكه فلسطين رياست به د اسرائيل لپاره خطر وګرځي۔ د رشيا ټو ډے راپور تر مخه د امرېكې صدر ډونږډ ټرمپ سره د ملاقات په مهال د اسرائيل وزيراعظم ووئېل عسكريت خوښې ډله به په مكمل توګه خپلواكه فلسطين رياست د اسرائيل سلامتيا ته زيان رسولو لپاره كاروي۔ هغه ووئېل زما په خيال كښې د فلسطنيانو سره پخپله د حكومت كولو ټول اختيارات پكار دي ٬ خو د هغوي سره مونږ له د دړكې راكولو كوم هم اختيار نه دېے پكار۔ د دې مطلب دا دے چې د فلسطين خودمختاري او مجموعي سلامتيا به عمر له زمونږ په لاسو كښې وي۔ د اسرائيل وزيراعظم ووئېل په ماضي كښې هم د فلسطين عسكريت خوښې ډلې په غزه كنټرول په 7 اكتوبر 2023 په اسرائيل بريد كولو لپاره استعمال كړے۔ اوس كه دوي له يو بل رياست وركړے شي نو دا به د اسرائيل د تباه كولو لپاره يو پلېټ فارم جوړ شي۔ هغه زياته كړه مونږ به د هغې فلسطنيانو ګاونډيانو سره امن قائم كړو ٬ څوك چې مونږ تباه كول نه غواړي۔ او مونږ به يو داسې امن راولو چې پكښې زمونږ سلامتيا ٬ د سلامتيا د خود مختارۍ طاقت عمر له زمونږ په لاسو كښې وي۔ كېدې شي په دې څه خلق اووائي چې داسې خو به فلسطين يو مكمل رياست نه وي خو مونږ د دغې كومه پروا نه لرو او مونږ لوظ كړے چې اوس به داسې څه نه كېږي۔ واضحه دې وي ملګري ملتونه او امرېكا د څو لسيزو نه د فلسطين مسئلې د دوه رياستي حل مرسته كوي خو ځينې د اسرائيل سياستمدار او د امرېكې واكمن ګوند د رېېبلكن پاړټي ځينې لارښود دا غېر حقيقي ګرځوي۔