نیپال كښې د بارانونو له امله د سېلاب په نتيجه كښې 18 كسان بے دركه شول

كھټمنډو 08 جولائی (اے پی پی) نیپال كښې د بارانونو له امله د راغلي سېلاب په نتيجه كښې 18 كسان بے دركه شوي دي ۔ شنهوا له مخې د رسوا اولسوالۍ پولیس انسپكټر كرشنا دھیتل ووئيل پولیس ته اطلاعات ترلاسه شوي وو چې د رسوا ګړھی بارډر پوائنټ سره راغلي سېلاب كښې 18 كسان بے دركه شوي۔ده ووئيل زياتره كسانو پولي سره نزدې په يو ډرائی پورټ كښې كار كولو۔ د سېلاب له امله په سرحدی سيمه كښې يو پل ته هم زيان رسيدلے دغسې په ډرائی پورټ ولاړ ګاړي هم سېلاب كښې لاهو شوے دے ۔