
تهران۔8 جولائي (اے پي پي) د ايران صدر مسعود پزشكيان اعلان كړے دے چې زمونږ هېواد د امرېكې سره په جوهري پروګرام بيا خبرو اترو پېل كولو ته چمتو دے ۔ د العربيه تر مخه هغه د امرېكې خبريال ټكر كارلسن سره يوه مركه كښې د امرېكې سره د باور بحران انكشاف كولو سره ووئېل كه د دواړو هېوادونو تر مينځه باور بحال شي نو ايران د امرېكې سره بيا پخپل جوهري پروګرام خبرې پېل كولو كښې كومه مسئله نه لري۔ د ايران صدر ووئېل ايران څنګه باور كولې شي چې امرېكا به اسرائيل له بيا په ايران د بريد كولو اجازه ورنه كړي۔