تل ابيب۔7 جولاي (اے پي پي) اسرائيل وئېلې دي مونږ د يمن په دريو بندر ګاهونو حديده٬ عيسې او سيف كښې د خوثي ياغيانو په ژالو فضائيي بريدونه كړې دي۔ د بي بي سي تر مخه د اسرائيل پوځ په دغه سيمو كښې په هغه ځايونو بريدونو كولو نه وړاندې د وګړو د وتلو احكامات جاري كړې وو۔ د اسرائيل دفاع وزير كاټز تصديق كړے چې د خوثيانو په ولقه كښې په نخښه كوونكو ځايونو كښې يو پاور سټېشن او جهاز ګليكسي ليډر هم شامل دے۔ دوه كاله وړاندې د تښتولي شوي جهاز په اړه د اسرائيل وېنا ده چې دغه په ڼړيوالو اوبو كښې د بحري جهازونو څارنې لپاره كارولې شو۔ د اسرائيل دفاع وزير ووئېل دا بريد د آپرېشن بليك فلېګ برخه دے۔ هغه خبردارے وركړو چې خوثيان به د خپل عمل لوي زيان پورته كوي۔ هغه ووئېل څوك چې هم اسرائيل ته د زيان رسولو هڅه كوي هغه ته به زيان رسولې شي او څوك چې هم د اسرائيل خلاف لاس پورته كوي هغه لاس به پرې كولې شي۔ د اسرائيل فضائيه وېنا ده د يمن په بندر ګاهونو تازه بريدونه د خوثيانو د اړخه په اسرائيل او وګړو د بيا بيا كوونكو بريدونو ځواب دے ۔ بيان كښې زياته كرې شوې چې دا بندر ګاهونه د اسرائيل او د هغوي د اتحاديانو په خلاف د ترهه ګرۍ منصوبو ته عملي جامه وركولو لپاره د ايران حكومت څخه د وسلې منتقلې لپاره كارولې كېږي۔ د خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د بريد نه سمدستي روستو خوثي ياغيانو د بريد تصديق كړے دے۔