د امریکې په ټیکساس ايالت كښې د سخت باران او سیلاب له امله د مرګونو شمېره 80 ته ورسېده

واشنګټن ۔7جولائي (اے پي پي ) د امریکې ايالت ټیکساس كښې د سخت باران او سیلاب له امله د مرګونو شمېره 80 ته رسېدلې ده او د 40 نه زيات كسان له بې دركه دي ۔ د شنهوا تر مخه د کیر کاؤنټي شیرف لیري لیتھا ووئېل يوازې په دې کاؤنټي كښې 68 كسان مړه شوي چې پكښې 21 ماشومان شامل دي ، دغسې نورو کاؤنټيز نه هم په مجموعي توګه د 12 مرګونو اطلاع تر لاسه شوې ده ۔ د لیتھا ووئېل د کیمپ مِستک 10 انجونې او يو کاؤنسلر اوس هم بې دركه دے او د مرستې کارروائۍ لا روانې دي ۔ د ټیکساس ګورنر ګریګ ایبټ ووئېل د ايالت د سیلاب څخه ځپلو سيمو كښې 41 كسان لا بې دركه دي ۔ ده خبردارے وركړو چې په راروانو ورځو كښې د نورو بارانونو پیشګوئي شوې ده ،د كومو څخه چې د ايالت ګنې برخې د سیلاب خطر سره مخ دي ۔ د فیډرل ایمرجنسي مینجمنټ ایجنسۍ (ایف اي ایم اے) 7 پناہ ګانې جورې كړي جرته چې د مرکزي ټیکساس کمیونټيز لپاره خوراک او اوبه وركولې شي ۔